نړۍ

په امریکا کي د پاکستان سفیر حسین حقاني د خپلي دندي څخه استعفی ورکړه

نن ټکی آسیا: په امریکا کي د پاکستان سفیر حسین حقاني لږ ګړی تر مخه په اسلام اباد کي د خپلي دندي څخه استعفی ورکړه، او تازه خبرونه وايي چي د نومړي استعفی منظوره هم شول.

حسین حقاني وروسته تر هغه دا استعفی ورکړه چي نومړی پاکستان ته له دې لپاره په سفر راغلی وو، تر څو په اسلام اباد کي د پاکستان د صدر، وزیر اعظم او د فوځ مشر سره ملاقات وکړي،

د پاکستاني صدر اصف علی زرداري د هغه خط په اړه چي نومړي د امریکا د فوځ مشر مایک مولن ته لیږلی وو، او خواست يې په کښي کړی تر څو د پاکستان د فوځ مشر په دې قانع کړي چي د زرداري حکومت ونه نړوي.

نن چي کله حسین حقاني درې پر لپسې ملاقاتونه وکړه، نو لومړی يې خپل د ټویټر پر اکاونټ دا پيغام ولیکئ، چي ما له خپلي دندي څخه استعفی ورکړه.

لږ شیبه وروسته د وزیر اعظم له خوا اعلان وشو، چي د حسین حقاني استعفی منظوره شول.

حسین حقاني د استعفی وړاندي کولو وروسته اعلان کړی چي نومړی ددې موضوع په اړه د هر رنګه تحقیق لپاره چمتو دی.

د یادوني وړ ده چي اصف علی زرداري او د هغه د حکومت نور ملګري په دې خبره ټینګ دی، چي زرداري داسی یو لیک نه دی لیږلی، خو مخالفین يې ټینګار کوي چي باید په دې اړه پوره تحقیقات وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x