دیني، سیرت او تاریخ

د پاستر جان سمیت په ځواب کې «لومړۍ برخه»

عبدالغفار جُبير

ولي د اسلام پېغمبر ډېري ښځې په نکاح کړیدي؟

دا چي حضرت آدم علیه السلام یوه ښځه په نکاح کړه او حضرت عیسی علیه السلام هیڅ نکاح ونکړه او بل لورته د اسلام پېغمبر خپله نهه (۹) ښځې په نکاح کړې او خپلو پلویانو ته یې د څلورو (۴) ښځو سره د نکاح جواز ورکړ، له دې څخه معلومیږي چي اسلام پېغبر شهوت پرسته (العیاذ بالله) وو، او دغه نه واده کول پر پاکیزګۍ باندي دلالت کوي دا ځکه نبوت خپله یوه سپېڅلې دنده ده.

ځواب: عبدالغفار جُبیر

دا چي تاسی وایاست چي نکاح کول پر نبوت باندي تور داغ دی (العیاذ بالله) یا یوه نکاح ښه بولئ او ډېرې نکاحو ته بد وایاست، ستاسو ددې سوال ځواب ستاسو په مقدس کتاب بایبل کي سته، اوس به بایبل ته ولاړ سو.

۱: حضرت ابراهیم علیه السلام درې ښځې درلودې ساره، هاجره او قطوره. (بایبل کتاب پیدایښت باب: ۱۱، ایات ۲۹، باب: ۱۶، ایات: ۳، باب: ۲۵، ایت: ۱)

۲: حضرت یعقوب علیه السلام څلور ښځې درلودې لیاه، راحیل، بلهاو او زلفه. (کتاب پیدایښت باب: ۲۹ ایات: ۱۶)

۳: حضرت موسی علیه السلام دوې ښځې درلودې صفوره او کوشي. (کتاب خروج، باب: ۲ ، ایات : ۲۱، اعداد، باب: ۱۲، ایات: ۱)

۴: حضرت داؤد علیه السلام تر نوي (۹۰) زیاتي ښځې درلودې. (دوهم سموئیل، باب: ۳، ایات: ۲)

۵: حضرت سلیمان علیه السلام یو زر (۱۰۰۰) ښځې درلودې. (لومړی پاچاهان، باب: ۱۱، ایات: ۳)

۶: جدعون نبي یو برزګ شخص وو هغه ډېري ښځې درلودې د هغه اویا (۷۰) لوڼي وې دا ځکه چي د هغه ښځې ډیري وې. (قضاة، باب: ۸، ایات: ۳۰)

۷: یهویدع کاهن دوې ښځې درلودې. (تواریخ باب: ۲۴، ایات: ۲، ۵)

په بایبل کي د ډېرو ښځو پر نکاح کولو باندي بندیز نه دی لګېدلی.

په اوسني تورات (پیدایښت، خروج، لاویان، اعداد، تثنیه) چي تاسو و حضرت موسی علیه السلام ته منسوب کړېدی، په لاویان (باب: ۱۸) او همدارنګه استثنا/تثنیه (باب: ۲۷) چي محرمات ذکر سویدي، ډېر تأکید سویدی خو د یوې څخه زیاتي ښځې نه دي منع سوی، بلکي په بایبل کي داسي حکم دی:

ټول شادي شده ښځي قتل کړئ او (۳۱۰۰۰) باکرې ښځې د خپلو ځانو لپاره پرېږدئ. (اعداد، باب: ۳۱: ۱۷- ۳۵)

بل ځای راځي:

کله چي تاسي د خپل دښمن سره جنګ کوی، که انسانان ونیسئ هغه ښایسته ښځې یې خپل ځانته پرېږدئ. (استثناء: باب: ۲۱، ایات: ۱۰)

په پورته فقرو کي د ښځو تعداد نسته، نه داسي لیکل سویدي چي صرف یوه ښځه په نکاح کړئ.

اوس له تاسو پوښتنه کوو چي پورتني (حضرت ابراهیم علیه السلام، حضرت داؤد علیه السلام، حضرت موسی علیه السلام او داسی نور…) خلک تاسي په نبوت منئ که یا؟ منی بې ځکه چي په مقدس بایبل کي نبي ورته ویل سویدی، حال داچي چا زر ښځې په نکاح کړیدي، چا نوي ښځې په نکاح کړي او…… ددوی لپاره یې نېکمرغي او سعادت ګڼي او د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم لپاره یې ښه نه ګڼئ او اعتراضونه کوی، ستاسو پر منطق او استدلال باندي تعجب دی، که تاسي داسي بېهوده اعتراض کوئ چي ولي د اسلام پېغمبر په کلان سالی کي بي بي عائشه رضی الله عنها په نهه کلنۍ کي په نکاح کړه، که بایبل ته راسو حضرت ابراهیم علیه السلام درې نکاحي کړیدي، دوهمه یې په اتیا (۸۰) کلنۍ کی وکړه، او دریمه یې په اخري عمر کي وکړه، خو دلته ستاسو اعتراض نسته.

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx