ورزش

سیډني سیکسرز لوبډلې د بیګ باش اتلولي وګټله – ویدیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د استرالیا تجارتي سیالیو «بیګ باش لیګ» لسم پړاو اتلولي د سیډني سیکسرز لوبډلې وګټله.

سیډني سیکسرز لوبډلې د پرت سکورچرز لوبډلې ته پایلوبه کې د ۲۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د پرلپسې دوهم وار لپاره یې اتلولي په خپل نوم کړه.

پایلوبه کې لومړی د سیکسرز لوبډلې توپ وهنه وکړه چې یادې لوبډلې د جیمس وینس ۹۵ منډو په مرسته سیال لوبډلې ته د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې سیال لوبډلې پرلپسې ویکټې له لاسه ورکړې او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۶۱ منډې جوړې کړې او د ۲۸ منډو په توپیر یې پایلوبه کې ماتې ومنله.

سیډني سیکسرز لوبډلې د دریم وار لپاره د بیګ باش لیګ اتلولي خپله کړه، یادې لوبډلې د بیګ باش لومړي پړاو، نهم او لسم پړاو اتلولۍ ګټلي.

د بیګ باش لیګ پایلوبې غوره لوبغاړی جیمس وینس ونومول شو چې په ۶۰ توپونو یې ۹۵ منډې وکړې، نوموړي دغه راز ۱۰ څلوریزې او ۳ شپږیزې هم ووهلې.

باید وویل شي چې د استرالیا په بیګ باش لیګ کې د ګڼ بهرني لوبغاړو ترڅنګ د افغان لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم شامل وو، خو ددوی هیڅ لوبډلې پایلوبې ته لار ونه موندله.

راشد خان چې د اډلیډ سټرایکرز لوبډلې په ګټه لوبېده، د یاد لیګ لسم پړاو په غوره یوولس کسیزه لوبډله کې شامل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx