دیني، سیرت او تاریخ

کله دې د اندلس نوم اورېدلی؟

جلال هوتک

د کمپیوټر پر مخ د نړۍ ترسیم شوې نقشې ته ځېر شوم، څنګ ته له ناست ځوان مې وپوښتل؟ کله دې د اندلس نوم اورېدلی؟
له اوږده سوچ وروسته یې وویل: نه!

ومې ویل: یو وخت دې د طارق بن زیاد په اړه اورېدلي؟

– نه

– د داسې یو هیواد نوم درته یاد دی، چې یو وخت بشپړ زموږ و، خو بیا صلیبیانو را څخه قبضه کړ او موږ یې له خپل هغه کوره
وشړلو؟

– نه

– رونالډو او میسې پېژنې؟ د هسپانیې د بارسلونا او ماډریډ کلبونو سره اشنايي لرې ؟

– هو، هو! ډېر ښه يې پيژنم.

ورته کړل مې همدا هسپانیه چې اوس یې ته د میسي او رونالډو له کبله پېژنې یو وخت د طارق بن زیاد په نوم د یوه مسلمان ځوان د مټو له برکته پېژندل کېده، یو وخت هغه د هسپانیې د فتحې لپاره له زرګونو میړنیو ځوانانو سره یو ځای د هسپانیې په ساحل له کښتیو کښته شو.

هغه هلته خپلې وینې نذرانه او خپلې ککرې یې د دین په لاره کې وشیندلې؛ خو دا خاوره یې بشپړه فتح کړه.

دې مسلمان لښکر هلته د یوه اسلامي تمدن بنسټ کښېښود، هلته ښوونځي، مدرسې، پوهنتونونه او داسې ستر علمي مرکزونه جوړ شول، چې د اروپا د شاهانو زامنو زده کړې پکې کولې او په دې کار يې داسې فخر کاوه، لکه اوس چې څوک د لندن په اکسفورډ کې پر خپلو زده کړو فخر کوي؛ خو بیا یو وخت داسې هم راغی، چې له دنیا سره زموږ د امراوو بې ساري مینې هلته صلیبیانو ته د ورتګ زمینه برابره کړه او بالاخره هغوی په دې خاوره حاکم شول او موږ یې ترې وشړلو.

دوی زموږ کلتور، زموږ علمي ذخایر او زموږ علمي مرکزونه تباه کړل، اور یې ورکړ او حتی زموږ پاتې نسل يې په زور د منسوخ عیسویت منلو ته اړ کړ.

که موږ اوس هم هلته وای، ښایي اندلس به د نړۍ د علم او تمدن مرکز و، او مسلمانانو به له همدې مرکزه پر نړۍ راج چلاوه.
ځوان لکه په خوب کې چې څوک ورته غږېږي، له ځانه سره یې همدا تکرارول، اندلس، هسپانیه، طارق بن زیاد، اسلام، تمدن!
ددې حالت لیدو خفه کړم، هغه قوم چې د خپلې عروج د زمانې تاریخ په اړه معلومات نه لري او زده کړه ترې ونکړي؛ د زوال له کوهي د راوتلو انګېزه به له کوم ځایه واخلي؟

د پاکستاني مؤرخ «مبارک علي» په کوم کتاب کې مې لوستي و، چې قومونه او یا لویې کورنۍ چې کله له دبدبې ولوېږي، نو د خپلو اجدادو انځورونه په کورو کې را ځوړوندوي او د تسکین تر څنګ یې غواړي انګېزه ترې واخلي؛ خو موږ دومره مات شوي یو چې اقلا د اجدادو کارنامې هم راته یادې نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx