لیکنېنظــر

طالب بنديان د جګړې ليکو ته نه دي ستانه شوي

فاتح افغان

د دوحې د توافقنامې پر اساس د کابل ادارې له زندانونو څخه پنځه زره طالب بنديان راخلاص شول، ويل کيږي دغو طالب زندانيانو د راخلاصيدو پر مهال دا ژمنه کړې وه چې دوی به بياځلې د جګړې ليکو ته نه ستنيږي.

له خلاصيدو سره هم مهاله طالبانو هم هغوی ته دا سپارښتنه کړې وه چې په خپلو کورونو کې پاتې شي، خپل درسونو او تعليمي بوختياو ته ادامه ورکړي او د خپلو هغو ناروغيو درملنه وکړي چې د زندان پرمهال ورسره مخ شوې دي، ځکه هغوی له ستونزمنو حالاتو د تېريدو له امله په صعب العلاجه ناروغيو اخته شوي.

زما د معلوماتو له مخې طالب بنديانو په دغه شرط کلکه وفا وکړه او په وسلوال مقاومت کې يې تر اوسه برخه نه ده اخيستې، سره له دې چې وسلوالې مبارزې ته ډير هوسيږي او په زړونو کې يې د جهاد جذبه لمبې وهي.

د جګړې ليکو ته د طالب زندانيانو نه ستنديل دا معنا نلري چې ګواکې هغوی له جهاد څخه لاس په سر شوي او يا له قربانيو څخه ستومانه شوي، بلکه هغوی دا هرڅه د خپلې ژمنې پوره کولو او د خپلو مشرانو د اطاعت کولو په منظور ترسره کوي.

طالب ځوانان مست جګړه مار نه دي چې له جګړې پرته بل څه نه پيژني، او نه داسې ټوپکيان دي چې وينې تويولو ته هوسيږي، طالب ځوانان منظم جنګيالي دي چې د سپيڅلي شريعت احکامو ته پوره پابند دي، د خپل ولس او امت ګټې خوندي کولو لپاره هلې ځلې کوي او د حقيقي مصالحو او وهمي مصالحو ترمنځ ښه توپير پيژني.

د طالب زندايانو لپاره سيدنا حذيفه رضي الله عنه له مشرکانو سره په وفا کولو او په ژمنه پوره کولو کې ستره الګو ده هغه رضي الله عنه فرمايې: د بدر له غزا څخه زما د پاتې کيدو لامل دا و، چې زه او زما پلار حسيل د هجرت په نيت راووتلو، د قريشو کافرانو موږ ونيولو، او راته ويې ويل: تاسې غواړئ چې محمد (صلی الله عليه وسلم) ته ورشئ، موږ ورته وويل: د دې کار اراده نلرو، موږ يوازې مدينې ته تلل غواړو.

هغوی له موږ څخه د الله په نوم دا ژمنه واخيسته چې موږ به مدينې ته ځو، او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ملتيا به جګړه نه کوو.

موږ رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغلو، هغه مو له کيسې څخه خبر کړ، رسول الله صلی الله عليه وسلم موږ ته وويل: تاسې دروګرځئ (په جګړه کې ګډون مه کوئ) له هغوی سره به په ژمنه وعده وکړو او له الله تعالی څخه به د هغوی پرضد کومک وغواړو. رواه مسلم.

سره له دې چې د مسلمانانو شمېر کم و او حضرت حذيفه او د هغه پلار رضي الله عنهما جهاد ته ليواله و، شهادت ته هوسيدل، خو رسول الله صلی الله عليه وسلم ستانه کړل او جګړې ته يې پرينښودل، يوازې د هغې ژمنې پر اساس چې دوی دواړو له قريشو سره کړې وه.

امام نووي رحمه الله د دې حديث په شرحه کې ليکي: د حذيفه او د هغه د پلار کيسه داسې وه چې کفارو هغوی ته قسم ورکړی و چې د بدر په غزا کې به د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ملتيا جګړه نه کوئ، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفاء امر ورته وکړ، دا امر د وجوب لپاره نه دی ځکه په دې ژمنه وفاء واجب نه ده چې زه به د امام (امير) او د هغه د مرستيال په ملتيا جهاد نه کوم، خو رسول الله صلی الله عليه وسلم دا غوښتل چې د ملګرو په اړه يې د عهد ماتونې خبره مشهوره نشي.

دا د اسلام سپيڅلي جګړييز اخلاق دي، دا هغه لوړ اخلاق دي چې نړيوال يې د بشرپالنې له سترو دعوو سربيره له مثل وړاندې کولو څخه عاجزه دي، هوکې! د قيامت تر ورځې پورې به څوک د مسلمانانو د دغو عالي اخلاقو بيلګه وړاندې نکړای شي.
بناء دغه طالب اسيرانو د ستر صحابي حذيفه رضي الله عنه لار نيولې، د جګړې ليکو ته ندي ستانه شوي او نه يې په وسلوالو فعاليتونو کې ګډون کړی بلکه عادي ژوند ته يې مخه کړې او يا د طالبانو په ليکو کې له نظامي فعاليتونو ورآخوا په نورو خدمتونو اخته دي.
خو مقابل جانب د تړون د نورو برخو په څېر په دې مورد کې هم په خپلو ژمنو ونه دريد، ګڼ شمير بنديان يې ترور او ووژل، د ځينې نورو په کورونو يې چاپې وغورځولې او بيا ځلې يې د زندان د تورو تمبو شاته واچول، پردې سربيره يې دا دڼدوره راپورته کړه چې طالب زندانيانو په ژمنه وفا نه ده کړې او د جګړې ليکو ته ستانه شوي دي، د کابل ادارې دې تبليغاتو ته سم کار ويلی، ستر چارواکي يې تل په رسنيو کې راڅرګنديږي او د مستضعفو اسيرانو پرضد خپل زهر پاشي.

دا خلک يوازې په دې هم بسنه نه کوي بلکه دوه قدمه وړاندې ځي او د مظلومو بنديانو ټولنيز اعدام ته هڅونه کوي، دوی تل د جګړې په اور باندې تيل شيندي او په افغانستان کې د جګړې په دوام باندې ټينګار کوي، دوی غواړي په دې توګه د سولې او بنديانو د خلاصون په وړاندې خنډونه ايجاد کړي.

متاسفانه ځينې رسنۍ هم په دغه تبليغاتو شخوند وهي او په پوره سپين سترګی دغه درواغ ترويجوي او د ژورناليزم منل شويو نورمونو ته ژمن نه پاتې کيږي، په دې توګه دوی هم په شعوري يا غير شعوري ډول د سولې په وړاندې دريځ نيسي ځکه منفي تبليغات د سولې پروسه له ځنډ او زيان سره مخ کولی شي.

فرصتونه تل نه وي، د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه اعظمي ګټه اخيستل پکار دي، د کتونکو په باور د سولې پروسې د چټکتيا لپاره د پاتې بنديانو خلاصون او له تورليست څخه د طالب مشرانو نومونه ايستل اړين دي، د غني اداره په راخلاصو شويو بنديانو پسې د تبليغاتو پر ځای بايد د نورو بنديانو خلاصون باندې کار وکړي ترڅو افغانان ژر تر ژره د سولې له ستر نعمت څخه برخمن شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx