دیني، سیرت او تاریخ

ولې د اسلام پېغمبر ډېرې ښځې په نکاح کړیدي؟ «دوهمه برخه»

عبدالغفار جُبير

د پاستر جان سمیت په ځواب کي

ولي د اسلام پېغمبر ډېري ښځې په نکاح کړیدي؟

ځواب: عبدالغفار جُبیر

ولي سیدنا حضرت عیسی علیه السلام نکاح ونکړل؟

که نکاح ښه کار نه وای نو لومړي انسان او لومړي پېغمبر حضرت آدم علیه السلام به نه وای کړې، حضرت عیسی علیه السلام په دې نکاح ونکړه چي هغه ته موقع پیدا نسوه، پر ۳۰ کلنۍ باندي مبعوث سو او تر درې کلونو تبلیغ وروسته پر ۳۳ کلنۍ باندي و اسمانو ته پورته کړل سو، په دې درې کلونو کي یې صرف ۱۲ کسه حواریون پیدا کړل او بس، داچی د حضرت عیسی علیه السلام یواځي ژوند سخت او له کړاوونو ډک وو، نو د نکاح وروسته بې څه حال وای.

بایبل خپله د حضرت عیسی علیه السلام توهین کوي:

او کله چي ابن آدم (عیسی) راغئ چی خوري څښي نو تاسي وایاست چي دا ګېدور شرابی د محصولچیانو  او ګناهکارانو اشنا دی. (لوقا انجیل: باب: ۷، ایات: ۳۳)

په اوس وخت کي هم ځیني عیسايي راهبان ودونه نه کوي، دوی داسي فکر کوي چي دا پاکیزګي ده، حال داچي دغه راهبان ټول لوطیان او زنا کاران دي، پر سوشل میډیا کي ددوی په هکله حقایق تل خپریږي، ادنی عیسايي راهب د (۲۰۰- ۵۰۰) پوري پر ماشومانو ، تنکي ځوانانو یا ښځو باندي جنسي تېری کوي، چي داس ستاسو ددین عقیده او فلسفه ده

(Abuse of Faith)

تر دې سرلیک لاندي یوه لیکنه خپره سوېده چي وايي په ۲۰ کلونو کي ۴۷۰۰۰ کلیساوو کي جنسي زورونۍ تر سره سویدي، دغه راپور ۳۵ کلني Debbie Vasquez کړیدی، دا وايي چي زه د ۱۴ کلونو وم چي د کلیسا راهب جنسی تېری پر وکړ، په ۱۸ کلنی کی د زنا له کبله حملداره سوم . (housetonchronicle.com)

لاندي لیکنه هم کتلای سئ، همداسي په زرهاوو راپورونه او ویډیوګاني سته چي ان په کلیسا کي دننه لواطت او زنا شروع وي، دا داسی نه چي په یوه کلیسا کي بلکي په لکونو کلیساوو کي دا صورت نیسي.

The larger problem of sexual abuse in evangelical circle (chicagotribune.com)

همدغه شان نړیوال عیسايي راهب، جیمی سویګات چی د مناظر اسلام مرحوم احمد دیدات سره یې هم مناظره وکړه هغه زانی وو، بل نړیوال عیسايي راهب جیم بیکر زانی وو، همدا تسلسل روان دی، هیح د کلیسا داسي راهب نسته چي هغه دي لواطت یا زنا نه کوي، ان ۸ کلن ماشومان هم ددې ښکار دی، داچي تاسي وایاست چي موږ ودونه نکوو و بل لورته مو هره کلیسا د لواطت او زنا مرکزونه جوړ کړیدي، تعجب دی.

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx