دیني، سیرت او تاریخ

ولې د اسلام پېغمبر ډېرې ښځې په نکاح کړیدي؟«وروستۍ برخه»

د پاستر جان سمیت په ځواب کي
ولي د اسلام پېغمبر ډېري بیبیاني په نکاح کړې؟

ځواب: عبدالغفار جبير
په دې نکاحو کي سیاسي، تعلیمي، اجتماعي او شرعي حکمتونه نغښتي وه، د بېلګي په شان:

دا چي د اسلام لومړۍ وخت وو او  بني کریم صلی الله علیه و ملاتړ ته اړتیا درلوده، نو ځکه یې له دغو بیبیانو سره د مصلحت پر بنسټ باندي نکاحي وکړې لکه:

۱: داچي حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه لومړی کس نر وو چي اسلام یې راوړ نو دا چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته نور نژدې شي نو د حضرت عایشې رضی الله عنها سره یې نکاح وکړه.

۲: حضرت حفصه بن عمر رضی الله عنها یې ددې د پلار امیر المؤمنین حضرت عمر فاروق رضی الله عنه ته د نژدې والی له کبله په نکاح کړه، حال داچي بی بی حفصه رضی الله عنها نه په ښایست کي دومري لوړه وه او نه هم باکره وه. همدارنګه بې بې سوده بنت زمعة رضی الله عنها یوه پخه ښځه وه، نه یې جمال درلودی او نه یې مال درلودی پردوی د ترحم لپاره یې په نکاح کړل.

۳: بله مهمه خبره داده چي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم به دداسی دوو قبلو سره خپلوي وکړه چي د سلهاوو کلونو راهیسی به سره دښمنان وه، د نکاح وروسته به هغه یو دبله سره دوستان شول، دښمني به په دوستی واوښته.

۴: نبي کریم صلی الله علیه وسلم پخپله ځوانۍ کي د یوې بی بی څخه ماسوا (خدیجة الکبری بن خویلد رضی الله عنها) بله نه ده په نکاح کړې، کله چي هغه وفات شوه بیا یې نوري په نکاح کړې.

۵: د انسان ځواني په عموي ډول سره د۱۵  کلونو څخه تر۴۵ کلنې پوري وي خو نبي کریم صلی الله علیه وسلم تر۵۰ کلنې پوري یوه بې بې درلوده او دغه نورې بیبیانې یې تر ۵۰ کلنې وروسته په نکاح کړې، چي په دغه وخت کي پوره ځواني تللې وه.

۶: د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په دې نکاحو کي سیاسي ګتې درلودې لکه د جویریة بنت حارث رضی الله عنها په نکاح کي، دا د بنی مصطلق د قوم د سردارانو له کورنۍ څخه وه، بنی مصطلق هغه قبیله وه چي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره یې د جنګ اعلان کړی وو، جویریه په جنګ کي ونیول شول، په بندیانو کي راغلل، نبي کریم صلی الله علیه وسلم حضرت جویریه بې بې په نکاح کړل، چي ټوله قبیله یې خپلوان شول او په ډلو ډلو سره په اعلانیه تو ګه راتلل او اسلام یې قبلاوه.همدارنګه یې ددې غرض لپاره میمونه بنت حارث هم په نکاح کړل چي بیا ټوله قبیله یې خپلوان شول.

۷: ام حبیبه چي د ابوسفیان چي په مکه کي د مشرکینو لوی سردار وو د هغه لور وه هغه یې په نکاح کړه، شرک ټول ختم شو، مشرکین ټوله په اسلام مشرفه شول دایې ګټه وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx