افغانستان

قاري‌ یوسف‌احمدي: د کندهار امنیه قومندان د طالبانو جسدونو ته سپکاوی کړی

نن ‌ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۲۱مه، ۱۳۹۳): تېره اوونۍ طالبانو د کندهار پر امنیه قومندانۍ او ولایت ډله ییز برید وکړ، چې د لسګونو عسکرو د مرګ ژوبلې لامل شو. د دې برید په پایله کې چې یو سرتېری برید و، د ۱۹ طالب سرتېرو جسدونه هم د کندهار امنیه قومندانۍ چارواکو سره پاتې شول.

نن د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکي اسیا ته په رالېږل شوو څرګندونو کې وايي، چې د کندهار ولایت امنیه قومندان، عبدالرازق د دوی د سرتېرو جسدونو ته سپکاوی کړی. جنرال رازق د کندهار ولایت ځوان امنیه قومندان دی، چې پخوا هم د بشري حقونو د سرغړاوي ګڼ تورونه پرې پورې شوي وو.

قاري یوسف احمدي په خپلو څرګندونو کې وايي، چې قومندان رازق د دوی د سرتېرو له جسدونو د هغوی لاسونه، پښې او سرونه پرې کړي او سیمه کې يې نژدې مختلفو ځایونو کې بې له ښخېدو غورځولي. یوسف احمدي زیاتوي: ” له ډیرو کوښښونو بعد مو معلومات تر لاسه کړل چي هغه قوماندان رازق له شهادت نه بعد تعذیب کړي چي له ځینو یې لاسونه پښې او سرونه پرې کړي وه چي 9 تنه یې دقندهار شمال لوري ته دمیان کوه د غره په یوه بغل کي په بلډورزونو تر خاورو لاندي کړي وه او 10 تنه یې دغره وبل اړخ ته ولمر ته غورزولي وه”.

قاري یوسف وړاندې وايي، چې د پنځو نورو جسدونه یې نن (شنبه) سهار خارو ته وسپارل.
احمدي د کندهار امنیه قومندان دا کار په کلکو ټکو غندي او د غچ اخیستو ګواښ هم کوي: ” نورو عاملینو سره به یې حساب کوو اوانتقام به ور نه اخلو”.

قاري یوسف په پای کې خبرداری ورکوي، چې نور د دوی له سرتېرو سره داسې سلوک ونه شي. احمدي دا هم وايي، چې د جګړې په ډګر کې دوی ته هم د ملي اردو او پولیسو مړي په لاس ورغلي؛ خو د مړو سپکاوی یې نه دی کړی.
جنرال رازق پخوا هم د طالبانو، په کندهار کې د ولسي وګړو او ان رسنيو په تړاو د بشري حقونو په سرغړونه تورن شوی و.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x