شعـــــرونه

رښتيا ده چې الماس وي او سره زر وي د چا لاس/حقيار

قاضي محمدحسن حقیار

رښتيا ده چې الماس وي او سره زر وي د چا لاس
خو هله چې ښايسته په کوم هنر وي د چا لاس

پوهېږمه چې يار مې دى ساده خو دومره نه
په دغو بيلتونونو کې اکثر وي د چا لاس

له يار سره مې سترګو کې نيټه وي ايښې نه
بيا مخکې تر وصال زمونږ خبر وي د چا لاس

يو وخت و چې زه هم ومه د ښکلو د سر تاج
وختونه دي راځي خير که اوس بر وي د چا لاس

يوه ده دا کيميا خو ته يې څرنګ کاروې؟
ملهم هم وي خو زهرو نه بد تر وي د چا لاس

دا ماته محرَم شي ما هِلال غوندې کړي تاو
خو تاته وي برات، تاته اختر وي د چا لاس

زما چينار ځواني لکه ليندۍ چې کړي کږه
دا ستا په لاس کې نيغ لکه خنجر وي د چا لاس

چې دى وږى زمرى شي او ته شې ورته هوسۍ
((حقيار ))ته لکه غشى برابر وي د چا لاس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

رښتيا ده چې الماس وي او سره زر وي د چا لاس
خو هله چې ښايسته په کوم هنر وي د چا لاس

ګران حقيار صاحب بې هنره لاس، خو رښتياهم چندان لاس نه دی، او دا کارونه هم دغو خرلاسو ويجاړ کړي دي، اما اوس هر ځای هر څه په دغو لاسونو کي دي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx