افغانستان

طالبان: زمونږ آزاد شوي بندیان له جدي امنیتي ستونزو سره مخ دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ سلواغه، ۱۳۹۹ل): طالبانو د کابل له حکومت له زندانونو څخه د خپلو آزادو شوو بندیانو ته ژوند ته د ورپېښو جدي امنیتي ستونزو په هکله خبر ورکړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي هغه لیست کې چې ددوی د خلاصوو بندیانو له جملې څخه د دیرشو تنو داسې بندیانو مکمل شهرتونه او له آزادۍ وروسته د کابل حکومت عسکرو لخوا پر هغوی د شپنیو عملیاتو(چاپو)، هوايي او ډرون بریدونو تفصیلي معلومات خپاره شوي دي، چې ځینې وژل شوي او ځینې نور بیا د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

په دغه لیست کې زیاتره بندیان په خپلو کورونو کې بمبار شوي، چې له بندي سره د هغه د کورنۍ نور غړي هم مړه او ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل حکومت د مشر اشرف غني مرستیال او د کابل سرپرست امنیه قومندان امرالله صالح بیا ادعا کوي چې ۸۵ سلنه طالب بندیان له خلاصېدو وروسته بیرته د جګړې ډګرونو ته ستانه شوي؛ خو طالبان بیا د نوموړي ادعا نه مني.

دا هغه لیست دی چې د طالبانو لخوا رسنیو ته استول شوی او په کې د هغو طالب بندیانو تفصیلي معلومات دي، کوم چې د کابل حکومت عسکرو لخوا تر هوايي او ځمکمني بریدونو لاندې نیول شوي دي.

د متضرر شوو بندیانو جدول

باید وویل شي چې طالبانو تردې وړاندې هم د فراه، بغلان او زابل ولایتونو په ګډون ګڼو سیمو کې د کابل حکومت لخوا په هغو طالب بندیانو د چاپو او هوايي بریدونو خبر ورکړی وو، چې د دوحې تړون مطابق د کابل حکومت او امریکایانو له زندانونو څخه آزاد شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

څوک په امن کی دی چی ستاسی خوشی شوی بندیان په امنتی ستونځو کی ونه اوسی؟ کله چی حکومت همدا ۵۰۰۰ بندیان خوشی کړل نو تاسو طالبانو څه خیر خلکو، او ولس ته ورساوه؟ حد اقل د افغانانو وژل باید څه نا څه کم شوی وای خو بر عکس وژنه، ترور او وحشت نور هم زیاد سو. الله د دواړه هم حکومت او هم طالبان تباه کړی چی ولس ور څخه بیغمه شی.

ملا جانان

طوطو ځوانه چي دعا کوې یو څه عقل و منتق سنجوه. صحي خبره ده چي د الله ج هر څه په وسه پوره دي او بې له شکه چي و غواړي د ستني د سپم څخه به اوښ په داسي ډول تیر کړي چي د ستني سپم دغمره وړوکی او د اوښ حجم دغومره غټ پاته وي. خو دا ډول پیښي د معجزاتو په جمع کي راځي، چي فرمایش یې باید ونه کړو. اوس نو دا دعا دکولو ده چي الله دي دواړه حکومت او هم طالبان تباه کړي. د حکومت تباهي که وغواړې په نیزد د عقل یو امکان… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx