
د کابل ـ کندهار لویې لارې موټر چلوونکو د پولیسو د ناسم چلند له امله کاربندیز کړی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د کابل ـ کندهار لویې لارې سلګونو موټر چلوونکو د پولیسو او نورو دولتي عسکرو د ناوړه چلند په غبرګون کې اعتراضیه لاریون او کاربندیز کړی دی.
موټر چلوونکي شکایت کوي، چې د لارې په اوږدو کې د امنیتي پوستو پولیس او نور دولتي عسکر ورڅخه هره ورځ په ناقانونه توګه پیسې اخلي او ځوروي یې.
دغه موټر چلوونکي چې خپل موټر یې د اعتراض په توګه درولي، وايي تر هغو به خپل کاربندیز ته دوام ورکړي چې ستونزه یې حل نه شي.
د معترضو سلګونو موټر چلوونکو په موټرونو مختلف خوراکي او نور اړین توکي بار دي، چې په کاربندیز سره یې سوداګرو او عامو خلکو ته زیان رسیږي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د کابل ـ شمال لویې لارې سلګونو موټر چلوونکو هم د پولیسو له لوري د ناقانونه پیسو اخیستلو په غبرګون کې د بلخ ولایت مرکز مزارشریف په ختیځه دروازه کې د سلګونو بار وړونکو موټرونو په درولو سره اعتراضیه لاریون وکړ او د «رشوت خورو» پولیسو د مخنیوي غوښتنه یې کوله.
دا لومړی ځل نه دی چې د هېواد د لویو لارو موټر چلوونکي د پولیسو او دولتي عسکرو د ناسم چلند له امله کاربندیز او لاریون کوي، بلکې تردې وړاندې هم څو ځله ورته لاریونونه شوي او چارواکو یې د حل ژمنه کړې، چې د وخت په تیرېدو سره دغه ستونزې د پخوا په پرتله لازیاتې شوي او دولت تراوسه نه دی توانېدل چې د لویې لارو پولیسو له موټر چلوونکو او مسافرو څخه د ناقانونه پیسو اخیستو څخه منع کړي.