شعـــــرونه

دا ستا د ياد کيسه کوي اشنا خوږه خوږه/صياد

ابراهيم صياد

دا ستا د ياد کيسه کوي اشنا خوږه خوږه
شپیلۍ په شونډو ايښي ده هوا خوږه خوږه

د چا د يا قربان کليمه هم په سړي بوج شي
لږيږي د يو چا په خوله بلا ! خوږه خوږه

په زلفو کې يې ګل وي په دې لاره چې تيريږي
وږمه وږمه خوشبو يې وي له شا خوږه خوږه

دا ستا د هيبتي سترګو تاثير وه طالب جانه
په ميز درته غږيږي امريکا خوږه خوږه

په شاتو کې د تورو مرچو دغسې مثال ده
را ګورې چې غصه کې په خندا خوږه خوږه

ای! ستا د اننګو ګوړې صياد پرې ماتولې
نو خوله به يې وه ځکه تر سبا خوږه خوږه

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx