افغانستان

طالبان د ملکي تلفاتو له قربانیانو سره مرستې کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د طالبانو مشرتابه په یوه تازه حکم کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي او شکایاتو اورېدو کمېسیون ته امر کړی، چې د ملکي تلفاتو له قربانیانو «شهیدانو او  ټپیانو» سره مرسته وکړي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د طالبانو مشرتابه حکم کړی چې د هر چا له لوري د ملکي تلفاتو د رامنځته کېدو په صورت کې به د قربانیانو «ټپيانو او وژل شویو کسانو» دقیق شمېر معلومېږي او تر هغه وروسته به له هر وژل شوي کس سره پنځوس زره او له هر ټپي سره پنځه ویشت زره مرسته کېږي.

د طالبانو مشرتابه ددې تر څنګ امر کړی، چې ټپيان د درملنې لپاره د طالبانو اړوند «روغتیا» کمېسیون ته ور وپېژني، تر څو هغوی یې د درملنې لپاره لازم اقدامات وکړي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي دي «د مشرتابه په حکم کي راغلي چي د مظلومو او بې دفاع هیوادوالو پر اسلامي امارت حق دی او ترې طمعه لري چې باید د وَس مطابق یې اړتیاوو ته رسیدګي وشي او اسلامي امارت هم د دوی دُعا او د حمایت تداوم ته اړتیا لري؛ لهذا باید پورته مرستي د اخلاص او نېک نیتۍ له مخي تر سره شي.»

یاده د ې وي، چې دا لومړی ځل دی چې په  افغانستان کې د ملکي تلفاتو له قربانیانو سره د مرستې اعلان کېږي. تر دې وړاندې نه حکومت او نه هم کومې بل نړیوال جهت د ملکي تلفاتو له قربانیانو سره منظمه رابطه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قیامت دی

خدای مو خوار که په دا کمیسون
هلته یی د موچی په تار حلالوی، په زوره عشر غواری، په جبر د کورونو خخه دودی تولوی حتی د موتر سایکل پر اسنادو مو په قندهار خاکریز کی یو بیچاره شهید کر،
دلته بیا کومکونه کوی. دا اولس دولت په توپونو او الوتکو بمباروی او تاسو یی ماینونو، موچی تار او نورو وحشتونو شهیدوی.
الحمدالله چی حساب سته او قیامت سته اوس قطر او اسلام اباد کی عیش او عشرت کوی دا توله حساب لری.

طوطی

طالبان که په ریښتیا افغانان وی داسی کارونه دی نکوی چی مرستو ورکولو ته مجبوره شی. دا مرستی نه د خلکو مړی ژوندی کولاشی او نه هم دومره مرسته ده چی یو کار او بار پری چالان شی. وژنه بنده کړی دا به تر ټولو لویه مرسته ولسی خلکو ته وی. دا کار دی هم فاسده حکومت و کړی او هم طالبان چی جګړه څنګه بنده کیدای شی او سوله څنګه پلی کړی البته دا کار د خبرو او اترو په وسیله کیږی نه دا چی هم جنګ وی او هم بی ثمره خبری څوک چکری وهی او ځینی نور… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx