افغانستان

هېواد څخه د بهرنیو اسعارو او سرو زرو د قاچاق د مخنیوي کمیټه جوړیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له افغانستان څخه بهرنیو هېوادونو ته د سرو زرو او بهرنیو اسعارو د قاچاق د مخنیوي په خاطر د یوې ګډې کمیټې د جوړېدو په هکله خبر ورکړی دی.

دغه ګډه کمیټه به د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په مشرۍ له اړونده ارګانونو سره په ګډه کار کوي، ترڅو هېواد څخه د سرو زرو او بهرنیو اسعارو د قاچاق مخنیوي ترڅنګ د قاچاقبرانو پېژندګلوي هم وکړي.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر شمیم خان کټوازي په ګډون پرون د شنبې په ورځ په دې اړه جوړې شوې ناسته کې پرېکړه شوې، چې د اړوند ارګانونو مشترک ټیم به له افغانستان څخه بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران ته د بهرنیو اسعارو او سرو زرو د قاچاق د مخنیوي لپاره یوه دایمي حل لاره هم سنجوي.

د ورکړل شوو راپورونو له افغانستان څخه بهرنیو هېوادونو ته د کابل نړیوال هوايي ډګر له لارې په ځانګړو الوتکو کې د سرو زرو او بهرنیو اسعارو قاچاق روان دی، چې تر ډیره د کابل حکومت لوړ پوړي چارواکي او د هغوی خپلوان په کې ښکېل دي.

له افغانستان څخه بهرنیو هېوادونو ته د قیمتي توکو د قاچاق خبره په لومړي ځل د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار رسنیزه کړه، چې د حکومتي چارواکو توندو غبرګونونه یې راوپارول؛ خو دا غبرګونونه هغه مهال خاموش شول چې د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش(SIGAR) هم په دې اړه خپاره کړي راپور کې د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ له حکومتي چارواکو ددې کار د بندولو غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د ولسي جرګې وکیل ضیاء آریانژاد بیا د جنرال احمدزي له قوله د جرګې غړو ته وویل، چې د کابل هوايي ډګر له لارې یې د اشرف غني د میرمنې«رولا غني» دوه بکسه (دوه میلون) ډالر دوبۍ ته انتقال کړي دي.

ددې ترڅنګ ګڼو وکیلانو هم د افغانستان بانک څخه د نړۍ په کچه د ګرانبیه طلايي (باختر) خزانې بهر ته د قاچاق کولو اندېښنه څرګنده کړې وه.

اوس چې په ملي او بین المللي کچه له افغانستان څخه د بهرنیو اسعارو او سرو زرو د قاچاق اندېښنو زور واخیست د کابل حکومت امنیتي چارواکي اړ شول چې په دې اړه د یوې کمیټې د جوړولو اعلان وکړي؛ خو دا څرګنده نه ده چې دغه کمیټه به څومره وکولای شي چې ددغو قاچاقبرانو مخه ونیسي او کنه؟.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang@web.de

غلو په سر لوی غله مقررشول ! دا جهالت او د ملت سره جفا او زور واکي ده!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx