افغانستان

د بېوزلۍ له امله هرات کې سلګونو تنو خپل پښتورګي پلورلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ سلواغه، ۱۳۹۹ل): په هرات ولایت کې د فقر او بېوزلۍ له امله سلګونه تنه چې ان دوولس کلن ماشومان هم پکې شامل دي،  اړ شوي دي، چې خپل پښتورګي په تور بازار کې وپلوري.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، تر سل تنو ډېر کسان چې د یو بل خپلوان دي او د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې اوسېږي، خپل پښتورګي يې په تور بازار کې د فقر له امله پلورلي دي.

د هغو کسانو له ډلې چې پښتورګي یې پلورلي دي، شپږ تنه یې د یوې کورنۍ غړي دي او وایي، هر پښتورګی یې د درې سوه زره افغانیو په بدل کې پلورلی دی.

دغه کسان چې د بادغیس ولایت څخه هرات ته بې ځایه شوي دي، یو تن «غلام نبي» وایي «خپل پښتورګی مې د اړې له امله وپلوره. زموږ اقتصاد ډېر خراب دی. په هرات او زموږ په خپل ولایت بادغیس کې کار نه و او څو ځله ایران ته هم ولاړو خو بریالي نه شوو او موږ وروڼه هېواد ته راستانه کړل شوو. دا چې قاچاقي ایران ته تللي وو، د قاچاق وړونکو پوروړي وو او اړ شوو د پیسو د پیدا کولو لپاره خپل بډوډي وپلورو.»

دغه راپورونه داسې مهال دي، چې په افغانستان کې د بېوزلۍ او فقر کچه په بې ساري ډول لوړه شوې او د وروستیو شمېرنو له مخې تر نوي سلنه زیات افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

الله ته همدا تاسی د حکومت مفسدین او تاسی طالبان چی د دوحی خبری مو پریښی او خپلو ګټو لپاره په سفر تللی یی مسؤل یاست. کچیری تاسی جنګونه بس کړی کار او بار خلکو ته پیدا ولی به خلک خپل پختورګی خرڅوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x