روغتیا

افغانستان ته (۵۰۰ زره) ډوزه د کرونا هندي واکسین راورسېدل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ سلواغه، ۱۳۹۹ل): افغانستان ته د هندوستان له لوري د کرونا ضد چمتو شوي واکسینو ۵۰۰ زره ډوزه یې نن د یکشنبې په ورځ کابل ته راورسېدل.

د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح رسنیو ته ویلي، چې ددغه واکسینو تطبیق به یوه اونۍ یا لس ورځې وروسته د روغتیا نړیوالې ادارې له تایید وروسته پېل شي.

وحید مجروح زیاته کړې، په لومړۍ مرحله کې به ۱۵۰ زره روغتیا پالانو ته د کوویډ-۱۹ واکسین لومړی ډوز ورکړل شي.

د عامې روغتیا چارواکي وایي چې د واکسینو د خوندي ساتلو لپاره یې سړې خونې جوړې کړي او اړوند لازم تدبیرونه ورته نیول شوي دي، ددوی په وینا افغانستان تر ۳۰ ملیونه ډوزه واکسینو ساتلو ظرفیت لري.

دغه واکسین د هغو واکسینو په نوملړ کې دي چې دا مهال د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د تاییدونکو واکسینو په لیست کې دي، خو د واکسینو د کیفیت او د تایید جواز به وروسته اعلان شي.

دا پنځه سوه زره ډوزه واکسین د استرازینیکا د هندي څانګې له‌خوا تولید شوي او په دوو پړاوونو کې ۲۵۰ زره افغانانو ته ورکول کېږي.

له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان د «کوواکس» پروګرام اټکلي لیست له مخې افغانستان ته په لومړي پړاو کې ۳ ملیونه او ۲۴ زره د برتانیا اکسفورډ پوهنتون «استرازینیکا» واکسین ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې مخ پر کمېدو دي، تر دې مهاله څه باندې ۵۵ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۴۲۰۰ کسان مړه شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د کرونا واکسینو لړۍ تېره اونۍ پېل شوې، د «ساینوفام» په نامه واکسین چې چین پاکستان ته ډالۍ کړي په لومړي پړاو کې روغتیا پالانو ته ورکول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx