نظــر

افغان ملت جمهوریت غواړي؟!

محمد آصف آزاد

هسې خو اسلامي امت له جمهوریت څخه له هماغه اولې ورځې؛ په کومه ورځ چې د متحد اسلامي امت اسلامي خلافت ځای جمهوریت ونیو او دا متحد اسلامي امت یې په لسګونو ټوټو ووېشه او بېرحمه دښمن ته یې بیا د دې هرې ټوټې د ځپلو، محکومولو او تر لاس لاندې راوستلو موقع او فرصت په لاس ورکړ؛ ښه خاطره نلري او په اسلامي نړۍ کې د جمهوریت د مطالعې او یادونې سره سم لومړی همدا ترخه خاطره سړي ته وریادیږي. خو موږ به په دې لیکنه کې د جمهوریت په تاریخي، فلسفي او علمي برخو اوس بحث نه کوو، بلکې د هغې پروپاګنډ حقیقت معلوموو چې له څه مودې راهیسې د کابل ادارې پلوو رسنیو لخوا خپریږي او په مسلمان ملت تور تړي چې ګواکې دا ملت د جمهوریت پلوی دی او د جمهوریت غوښتونکی دی. ایا رښتیا همداسې ده؟!
هڅه کوو همدا پوښتنه ځواب کړو چې د دې ادعا رښتیا او دروغ معلوم کړو.

لکه څرنګه مو چې په لومړیو کرښو کې یادونه وکړه چې په اسلامي خاوره د جمهوریت لومړۍ قدم له بدمرغۍ او ناخوالو سره مل پیل شوی؛ همداسې په افغانستان کې هم، د داود خان له جمهوریت وروسته د امریکایانو، ناټو او اېساف لخوا په جنګي لښکرو، توپ او ټانګ په زور د اوسني تپل شوي جمهوریت پیل هم په زور، وژنو، تخریب، وحشت، بمبار او لوټمار سره شوی. که د تپل شوي جمهوریت له ټولو ناخوالو ور تېر هم شو، همدا بد یې هم بس دي چې په دې ملت تپل شوی، په استبداد، اشغال، وحشت او جنایت یې بنسټ ایښی. هغه جمهوریت چې په پایله کې یې له دې آزاد او حُر ملت څخه آزادي او استقلال واخیستل شو، د پردیو او په وسلو او زغرو سمبال لښکرو لخوا پرې وتپل شو، همدې جمهوریت او جمهوریتوالو لخوا یې اسلامي او ملي ارزښتونه سپک شول، په خپلو کورونو کې پردیو او هم ورسره مل روزل شوو سپیو لخوا وداړل شول او…. د دې ټولو بدمرغیو اساس او بنسټ به دې ملت ته د منلو وړ وي؟!

دوی د خلکو لخوا د رایې ورکونې او انتخاب خبره کوي؛ پوښتنه کوو، کوم انتخاب؟! هغه د جانکېري انتخاب او که د جانبس انتخاب؟!
څه موده وړاندې په دوحه کې مایک پمپیو وویل:
“ډیموکراسي او جمهوریت په امریکا کې تر ټولو غوره سیستم او نظام دی. خو موږ دا سیستم او خپله غوښتنه نور په تاسې نه تحمیلوو او افغانان خپل اختیار لري چې څه ډول سیستم د ځان لپاره غوره کوي.” دلته دری خبرې روښانه شوې: لومړی دا چې، جمهوریت او ډیموکراسي په دې ملت تحمیل/تپل شوې؛ نو جمهوریتوال څرنګه او په کومو سترګو د ملت د انتخاب خبره کوي؟!
دویم دا چې، جمهوریت او ډیموکراسي دواړه دلته ناکام او بدنام دي؛ نو ولې بیا هم څوک د دې جرئت وکړي چې په دې ملت ناکامې تجربې تکرار کړی؟!
او درېیم دا چې، امریکا مني چې له ټول زور و زر کارولو سره بیا هم په دې بریالي نشول چې په دې ملت جمهوریت تحمیل کړي؛ نو څوک دي چې دې ملت په مخ کې لا هم د خنډ جوړېدلو هڅه کوي او د بریا امېد لري؟!

دا چې جمهوریتوال وایي، “دا ملت جمهوریت غواړي!” په کذب یې همدا دلیل هم بس دی چې جمهوریتوالو له ولس څخه په اصطلاح په انتخاباتو! کې د ګډون غوښتنه وکړه، څو خپل جنایتونه پر ولس وتپي، او بلې خوا طالبانو په یوې اعلامیې که ورڅخه د نه ګډون غوښتنه وکړه. سره له ډېرو امکاناتو، ډېرو تبلیغاتو او پروپاګنډاوو او… خو د دوی د “انتخاباتو!” ډرامه په غوڅ اکثریت ولس رد کړه، جمهوریتوال یې ورټل او په نه ګډون سره یې په ولس کې د جمهوریتوالو د ځای کچ ټولو ته څرګند کړ. او هم یې د طالبانو اعلامیې ته لبیک ووایه. نو لا هم څوک وایي چې دا ملت جمهوریت غواړي؟!

هغه جمهوریت چې په هغې کې په افغان مسلمان او دروند ملت باندې تر ټولو مختور او بدنام وګړي تپل کیږي، چې په هغې کې د دې دروند ملت سرنوشت د تر ټولو شریرو، جنایتکارو او لنډه غرو لاس ته لویږي؛ دا ملت به یې قبول کړي؟! یوه شېبه دا دروند ملت تصور کړئ او بیا یې په سرنوشت لوبې کوونکي، اشرف غني، دوستم، امرالله، عبدالله، رحماني او…. کوم سالم، شریف او عزیز وګړي ته به دا حالت د زغم وړ وي؟! همدا د جمهوریت انصاف دی او همدا د جمهوریت عدالت. دې جمهوریت دا دوه لسیزو کې دې ملت ته په نړیواله کچه بې له پېغور او بدنامۍ بل څه ډالۍ کړي؟!

د ارګ له دېوالونو بهر د دې ملت غریب او ناچاره وګړي د خپلو اولادونو لپاره د یوې ګولې مړۍ په تمه دي. د همدې وروستیو ورځو خبر دی چې د تخار یوه اوسېدونکي د ډېر غربت له امله چې خپلو اولادونو ته یې حتی د یو وخت ډوډۍ نه مونده، ځان زندۍ کړی، لوستونکي خبر دي چې د هېواد له مختلفو سیمو په کراتو داسې خبرونه رسنیز شوي چې خلک د ناچارۍ له امله د خپلو اولادونو خرصلاو ته اړ شوي؛ دا د یوې سیمې یا د کمې فیصدۍ خلکو داسې حالت نه دی؛ بلکې د دې ملت د یوې لویې برخې حالت همداسې دی؛ خو د همدې ملت استازي(!) او جمهوریتوال په اداراتو کې اتلس ډوله غوښه نوشجان کوي، شراب او کباب وهي. دا بدمستۍ خو یې له هغو پرته دي، کوم چې د همدې ملت له بیت الماله یې په مختلفو بهانو پیسې لوټ کوي، بهر ته یې لیږدوي او د نړۍ تجارتونه او مارکېټونه پرې چلوي. له هېواده د ملي خزانې او طلاوو قاچاق خبرونه لوستونکو اورېدلي دي.
نو همدا جمهوریت د دې ملت غوښتنه ده؟! همدا جمهوریتوال د دې ملت استازي دي؟!

د کابل کوم تلویزیون راپور دی چې کابل کې ولسي وګړي د غلو او لار شکوونکو لخوا په یوه موبایل، لاسي ساعت او جیبي خرص پورې وهل او وژل کیږي، چې همدا غله او لار شکوونکي ډېری یې د همدې جمهوریت عسکر او یا د جمهوریت د چارواکو ټوپکوال او ملېشه یان دي. خو په همدې راپور کې وینو چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو وګړي د خپل مال او ځان اړوند بشپړ ډاډه دي، یو هټیوال وایي “پخوا به مو په نیمه ورځ د غلو له وېرې دوکان تاړه او کور ته به تلو؛ خو اوس چې طالبان راغلي؛ ماښام ناوخته ډک جیبونه بې له وېرې او تشویش څخه خپلو کورونو ته ستنېږو.”
ښه نو همدا جمهوریت د دې ملت غوښتنه ده؟! همدا جمهوریتوال د دې ملت استازي دي؟!

دا یو څو بېلګې د تپل شوي جمهوریت د وروستیو څو ورځو کارنامې دي(!)؛ کنه نو دې دوه لسیزو کې چې دې جمهوریت او جمهوریتوالو په دې ملت کوم جنایتونه او وحشتونه ترسره کړل؛ د دې ملت په تاریخ کې نه دي شوي. دا یو څو بېلګې د دې ادعا حقیقت پوره څرګندوي چې “دا ملت جمهوریت غواړي”!!

دا چې په ښارونو کې یو څو وګړي د جمهوریت غوښتنې چیغې وهي؛ د ملت استازي نه، بلکې دا هماغه کرایي چیغې وهونکي دي چې په کرایه همدې چیغو وهلو ته استخدامیږي. تاسې به لیدلې وي چې په کابل کې یو څو چیغو وهونکو سره رسنیو خبرې کړې او خپله یې اقرار کړی چې په څلور سوه افغانۍ همدې چیغې وهلو ته کرایه شوي.” او ځینې یې د پل سوخته پوډریان و!
نو دا کرایي چیغې وهونکي څرنګ د دې مسلمان ملت د استازولۍ دعوی کوي؟!

پای دا چې؛ دې ملت د خپلې خوښې خپلواک اسلامي نظام لپاره لسیزې مبارزه کړې، بې بېلګې قربانۍ یې ورکړي او هرې ستونزې ته یې تن ورکړی؛ نور بس دی او نه باید چې د دې ملت د دې غوښتنې په وړاندې څوک خنډ شي. او خنډ اچونکو ته باید وویل شي چې مبارزینو ته خپل هدف معلوم دی او خپل هدف ته لار لنډوي، او دې لار کې به کوم خنډ ونه مني.

ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هيښ ويښ

خبره په جمهوريت ، خلافت ، امارت او سلطنت کې نه ده ، بلکې په دې کې ده چې څوک تر دې نومونو لاندې د کومو هدفونو د پاره فعاليت کوي . استبداد ، ظلم ، دوکه او د اولس د حقوقو پايمالول که تر هر نامه لاندې او د هر چا له لوري کيږي مردود او منتفي دي . د کابل تپل شوې اداره جمهوريت نه بلکې د جمهوريت سره غدر ، جفا او پېغور دئ او د جمهوريت د تيوريتيکي او اډيالي مفهوم سره په تضاد کې دي . د هغو پرنسيپونو او اصولو (ازادي ، خپلواکي ،… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx