ټکنالوژي

ټیلګرام جنوري میاشت کې په نړیواله کچه تر ټولو زیات ښکته شوی اپلیکیشن شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د واټس اپ له لوري تېره میاشت د نوې تګلارې اعلان د زرګونه کاروونکو د پریښودو لامل شو چې له مخې یې ټیلګرام په یوه میاشت کې تر ټولو زیات ښکته شوی کاریال ونومول شو.

د سنسر ټاور ورځپاڼې د راپور له مخې د ۲۰۲۱م کال په جنوري میاشت کې پيغام رسونکی اپلیکیشن ټیلګرام تر ټولو زیات ښکته شوی دی، چې واټس اپ، ټک ټاک، فیسبوک او انسټاګرام یې وروسته پریښې دي.

په ټولیز ډول په جنوري میاشت کې ټیلګرام اپلیکیشن ۶۳ ملیونه واره ښکته شوی دی چې دا شمېره د ۲۰۲۰م کال په پرتله ۳.۸ چنده لوړه ده.

دغه اپلیکیشن تر ټولو زیات په هندوستان او بیا په اندونیزیا کې ښکته شوی دی. د ۲۰۲۰ کال په دیسمبر میاشت کې دغه کاریال د نورو په پرتله په نهم نمبر و او په ایپ سټور کې په لومړیو لسو کې هم نه و شامل شوی.

مګر په جنوري میاشت کې د ګوګل پلی سټور (Andriod) تر ټولو زیات ښکته کېدونکی، او په ایپ سټور (IOS) کې په څلورم نمبر راغلی دی.

په ټولیز ډول په جنوري میاشت کې ټیلګرام په زیاتو ښکته کېدونکو کې لومړی، ټیک ټاک دوهم، سګنل دریم، فیسبوک څلورم او واټس اپ په زیاتو ښکته کېدونکو پنځم اپلیکیشن ښودل شوی دی.

په جنوري میاشت کې د واټس اپ له لوري د نوې تګلارې اعلان ددې لامل شو چې ملیونونه کاروونکي دغه اپلیکیشن پریښودو، او پر ځای یې ټیلګرام او سیګنل ښکته کولو ته اړ شول.

که څه هم د واټس اپ پالیسي د پخوا په پرتله زیاته بدله نه وه، خو ددې اعلان دا تاثر ورکړ چې ګواکې په دغه اپلیکیشن کې د کاروونکو معلومات فیسبوک ته ورکول کیږي.

واټس اپ د یادې پالیسۍ په اړه په وضاحت کې ویلي وو چې د کاروونکي بشپړ معلومات به لا هم خوندي وي، دوی په دې اړه د حساب ختمولو ضرب الاجل هم له ۸ فبروري څخه د مارچ تر پایه ځنډولی دی.

د جنوري په ۱۲مه نېټه ټیلګرام ټویټ وکړ چې ددې پیغام رسونې اپلیکیشن فعال کاروونکي له ۵۰۰ ملیونو زیات شوي دي، خو په ۷۲ ساعتونو کې ورسره ۲۵ ملیونه نوي کاروونکي یوځای شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx