افغانستان

حنیف اتمر په کابل کې د امریکا له سفیر سره د خپلو وروستیو سفرونو جریان شریک کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن سره د خپلو وروستیو سفرونو جریان شریک کړی دی.

له بهرنیو چارو وزارت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان په روان سیاسي او امنیتي وضعیت، د سولې بهیر په ننګونو او دغه بهیر لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پر اهمیت او ملاتړ خبرې کړي دي.

په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې د لیدنې په ترڅ کې حنیف اتمر ازبکستان او سعودي عربستان ته د خپلو وروستیو سفرونو او دغو دواړو هېوادونو سره د دوه اړخیزو او درې اړخیزو همکاریو په اړه هم امریکايي سفیر ته معلومات ورکړي دي.

ددغې ناستې پرمهال د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او کابل حکومت ترمنځ د سلا مشورو د زیاتولو، له طالبانو سره د امریکا متحدو ایالتونو د هوکړې بیا کتنې او خپلو ژمنو ته د طالبانو د پابندولو په اړه له امریکايي لوري څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

د خبرپاڼې په پای کې ویل شوي چې کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن حنیف اتمر ته ډاډ ورکړی ې هېواد به یې له افغانستان څخه بشپړ ملاتړ کوي او په دې اړه به خپلو ژمنو او مرستو ته دوام ورکوي.

د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په داسې مهال د خپلو وروستیو سفرونو په هکله معلومات په کابل کې د امریکا سفیر سره شریکوي، چې په دې وروستیو کې د ښاغلي اتمر او کابل حکومت مشر اشرف غني ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

په بهرنیو چارو وزارت کې باخبره سرچینې داهم وايي، چې اشرف غني د حنیف اتمر د لرې کولو په هکله هم سلا مشورې پیل کړي؛ خو داسې ښکاري چې په کابل کې امریکايي دیپلوماتان د اشرف غني له دغه کار سره مخالف دي او همدا لامل دی چې نوموړي تراوسه د اتمر پرضد ګام نه دی پورته کړی.

دا په داسې حال کې ده چې اشرف غني په دې وروستیو کې د عامې روغتیا وزیر احمدجواد عثماني او مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال په ګډون د کابینې دوه تنه وزیران له دندې لرې کړي او داسې ګنګوسې دي چې ښايي حنیف اتمر هم د بهرنیو چارو وزارت له څوکۍ څخه ګوښه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx