
فلسطینۍ خور ته !
لیکوال: رحیم الله (حریفال)
زما فلسطینۍ خورکۍ پوهیږم چې د نړۍ وینه زبیښونکي ځواک دې له ټول توان سره په کور یرغل کړی . اورم چې ظالم یهودان په ډیره سپین سترګۍ سره وایې چې له نړیوالو فشارونو سره سره به هم ستاسو په جونګړو روان بریدونه ونه دروي . خورکۍ ستا ګیله له کفري نړۍ څخه نه ده ځکه هغوئ خو عملا د یهودو ملاتړ کوي . خورکۍ ستا ګیله له اسلامي امت څخه ده . هاغه امت چې له هند څخه د یوې مسلمانې پیغلې د فریاد له اوریدلو وروسته د محمد بن قاسم ( رح ) په مشرۍ له خړو کورونو څخه یو دولس زره کسیز لښکر چمتو کیږي . تر څو د خپلې خور مرستې ته ځان ور ورسوي .
لښکر د تکبیرونو په بدرګه کې د بصرې کوڅې پریږدي . او خپل احساسات د مبارزې په تاوده میدان کېد جګړې په لمبو بدلوي . او په روڼ مخ د الله حضور ته ورځي . خورکۍ پوهیږم چې کله د شپې په تیاره کې د کفری جنګي الوتکو ویرونکي آوازونه اورې خپلې مور ته به وایي مورې مسلمانان چیره دي . مور به دې هم په سلګو سلګو کې درته ووایې لورکۍ مسلمانان شته . اما هغوی په نورو کارونو بوخت دي . هغوی خپل تیر برم هیرکړیدی .
هو زما مظلومې خورې مونږ ملامت یوو خو ته به پوهیږې او که نه چې نن د اسلامي نړۍ په هربرخه کې د زګیرویو او اسویلیو نارې اوریدل کیږي .
خور پوهیږي چې د حجاز په سپیڅلې خاوره د عمر او خالد ( رضی الله عنهم ) درانه غږونه نه اوریدل کیږي . خورکۍ پوهیږې چې د صلاح الدین ایوبې په خاوره هم د ویر نارې دي . خورې هغه کوڅې چې د محمد بن قاسم (رح ) لښکر ته په کې مخه ښه ویل کیدله نن له ډيرې مودې را په دې خوا په کې جنګ چوپتیا خپره کړې . هو خورې لږ به درته د خپلې مېنې حال بیان کړم ها د احمد اومحمود مېنه. ها د ملالې او عینو مېنه . چې لښکرو به یې د هند سوزنده دښتې لنډولې او نیزو به یې د سومنات سینې څیرولې . خورې له ډیرې مودې را په دې خوا مونږ هم کله دشرق او کله دغرب د یرغلونو ښکار یوو . جوماتونه کې مو ها پخوانی ځوږ نشته . ممبرونه مو خالي دي . او په ګودرونو موهم کارغان ګرځي. خورکۍ ډیر بې وسه یوو . ډیر بې وسه .
خو!
یو څه چې ډاډ راکوي هغه دا چې کله د زګیرویو اوآهونو په منځ کې د مخکې تګ نارې اورم . کله چې د شهیدانو په وینو لړلي لاسونه ګورم چې د بریا سمبولونه ترې جوړ دي . کله چې دردیدلې میندې بیا هم زامن په ډیره مینه د مبارزې میدان ته لیږي . خدای خبر چې مونږ او تاسو بهژوندي یو او که نه ؟ خو نړي به د دې شاهده وي . چې د اسلامي نړۍ له ګوټ ګوټ څخه به د خپلواکۍ او یوالي آوازونه اوچتیږي . خورې د ظالمانو ټول مکرونه به شنډ شوي وي . د حجاز له پراخو دښتو د افغانستان له لوړو سردرو او د مصر له تورو زندانونو څخه به ټولې اسلامي نړۍ ته د خپلواکۍ انګازې خپریږي . څو شازلمي به ستا په قبر د ګلونو ګیډۍ ږدي . او له حسرتونو په ډکه لهجه به درته وایي .
خورې سر راوچت کړه مونږ ستاسو د مرستې لپاره راغلیو مونږ له ظالمانو څخه ستا د انتقام د اخیستو لپاره راغلي یوو .
خو ته به بیا هم د حال په ژبه ورته وایي . زما میړنیو وروڼو زما شاه زلمیو وروڼو بریا مو مبارک شه بریا مو مبارک شه .