
ایران: اټومي تړون ته د بېرته ګرځېدو لپاره بايد امريکا خپل بندیزونه لرې کړي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د ایران مذهبي مشر ايةالله علي خامنهيي ويلي، چې اټومي تړون ته د بېرته ګرځېدو لپاره بايد امريکا لومړی پر ایران لګېدلي بنديزونه لرې کړي.
رویټرز خبري اژانس د خامنهيي له قوله ليکلي، چې د تهران پرېکړه حتمي او نه بدلېدونکې ده او د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون ته بېرته ګرځېدل يوازې هغه مهال کېدای شي، چې امريکا پر ایران ټول لګېدلي بندیزونه پورته کړي.
نوموړي ويلي، ایران په اټومي تړون کې پر ټولو شرطونو عمل کړی، خو امريکا او اروپايي هېوادونو دغه شرطونه نه دي عملي کړي.
د ایران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف هم ويلي،که پر ایران لګېدلي بندیزونه پورته نه شي، نو اټومي تړون له خطر سره مخ کېدای شي.

خامنهيي او جواد ظريف دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د امريکا ولسمشر جو بايډن ويلي، که ايران د يورانيمو غني کول ودروي، نو واشنګټن چمتو دی، چې بېرته اټومي تړون ته وګرځي.
خو خامنهيي ويلي، د اټومي تړون لپاره هېڅ ډول مخکني شرطونه ورته د منلو وړ نه دي.
د يادونې وړ ده، چې په ۲۰۱۵ کال کې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال د ایران او پنځو سترو قوتونو ترمنځ اټومي تړون لاسلیک شوی و، چې له امله يې پر ایران لګېدلي بنديزونه پورته شول او په مقابل کې يې ايران د يورانيمو غني کول بند کړي وو.
خو کله، چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ واک ته ورسېد، له ایران سره شوی اټومي تړون يې د امريکا په زيان وباله او په ۲۰۱۸ کال کې په يو اړخيزه توګه له دې تړونه ووت.
اوس، چې يو ځل بيا ډيموکراټ ولسمشر جو بايډن واک ته رسېدلی، پر ایرن يې غږ کړی، که د يورانيمو غني کول يې بند کړل، نو امريکا به هم بېرته د اټومي تړون برخه شي.
ایران وايي، دوی په يو اړخيزه توګه د اټومي تړون شرطونه عملي کړي او په مقابل کې يې امريکا او اروپايي ټولنې په دغو شرطونو عمل نه دی کړی.