افغانستانسولې اړوند خبرونه

«بایډن شرایطو ته په کتو خپل پوځیان له افغانستانه وباسي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اساس ټول بهرني ځواکونه باید د روان میلادي کال د می میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي؛ د امریکا د متحده ایالاتو یو تن سناتور «لینډسي ګراهام» وایي، د بایډن اداره به د خپلو ځواکونو خروج د شرایطو په سموالي پورې مشروط کړي.

ګراهام  د امریکا «سي بي ایس» رسنۍ ته ویلي «زه په هغه څه خوښ یم، چې د بایډن اداره یې د افغانستان په اړه ترسره کوي، موږ به شرایطو ته په کتو خپل ځواکونه همالته مېشت کړو، تر څو لاسته راوړنې ونه بایلو.

نوموړي وړاندې زیاته کړې «زه فکر کوم موږ به په می میاشت کې افغانستان پرېنږدو، طالبان موږ ته دوکه راکوي، هغوی کړې ژمنې نه دي عملي کړې؛ نو ځکه زه د بلینکن او د امریکا د ولسمشر د کار پلوی یم. موږ نه غواړو له هغه ځایه وتښتو او خپلې ټولې لاسته راوړنې له لاسه ورکړو.»

د ګراهام له قوله، که چېرې امریکایي عسکر په بیړه افغانستان پرېږدي، داعش او القاعدې ته به هلته د ورتګ زمینه برابره شي.

د ګراهام له لوري پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي توافق په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو زرګونه عسکر وتلي او سترې نظامي اډې یې خالي کړې دي.

ددې تړون په اساس ټول امریکایي او ناټو عسکر او د هغوی قراردادیان باید درې میاشتې وروسته «په می میاشت کې» له افغانستانه ووځي.

ورته مهال د بايډن اداره هم له طالبانو سره په شوي تړون د بیا ځلې غور کولو خبر ورکوي او ټینګار لري چې امریکا غواړي پر تړون بیا ځلې نظر وکړي او وویني چې طالبانو خپلې کړې ژمنې تر کومه حده عملي کړې دي.

طالبان بیا له امریکا سره خپل کړی تړون په افغانستان کې د سولې د تامین تر ټولو غوره تګلاره ګڼي او ځان لا هم د دوحې تړون ته ژمن بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د دوحی د تړون ګټه څه وه او چا ته ورسیده؟ امریکایانو اعلان وکړ چی تیر کال په افغانستان کی یو امریکایی عسکر ندی وژل شوی برعکس څومره افغانان ووژل شول. داسی نا جایزه تړون به کوم کافر له کافرو سره کوی چی کافران دی په امن کی وی او مسلمانان دی د مسلمانانو په لاس ووژل شی؟ ## دی پر داسی تړون شی.

عبدالمالک همت

سوله ډېره ښه ده، خو سوله هم بې توري نه کېږي، نو بې له توري چاره نسته پر جهان ! «وَاعْلَمُوا أَنَّ الجَنَّةَ تَحْتَ ظِلاَلِ السُّيُوفِ» بخاري، کتاب الجهاد والسير، باب الجنة تحت بارقة السيوف، ۲۸۱۸ و مسلم، کتاب الجهاد والسير(المغازي)، باب كراهة تمني لقاء العدو، والأمر بالصبر عند اللقاء، ۴۴۳۳ / ۱۷۴۲.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx