
بادغیس کې د نښتې پرمهال ۱۰ دولتي عسکر مړه او بې درکه شوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي د بادغیس ولایت په آبکمرې ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نښتې پرمهال د ۱۰ دولتي عسکرو د مړینې او بې درکه کېدو خبر ورکوي.
د بادغیس د ولایتي شورا غړی ناصر نظري وايي، طالبانو تیره شپه د آبکمرې ولسوالۍ اړوند سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی، چې له امله یې د دواړو لوریو ترمنځ نښته رامنځ ته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، په دغې نښتې کې ۶ پولیس وژل شوي او ۴ تنه نور بې درکه دي، چې کیدای شي طالبانو اسیران کړي وي.
که څه هم طالبانو تراوسه ددې برید په هکله څه ویلي نه دي؛ خو تردې وړاندې یې د پولیسو او عسکرو په ټولو هغو پوستو او مرکزونو د بریدونو خبرداری ورکړی وو، له کومو څخه چې د ملکیانو په کورونو او عامه تأسیساتو توپچي بریدونه ترسره کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د دولتي عسکرو لخوا د ملکي خلکو په کورونو او عامه ځایونو د ډیسي توپونو او هاوانونو بریدونه زیات شوي، چې ورسره د ملکي تلفاتو کچه هم زیاته شوې ده.