افغانستان

صالح: له طالبانو سره د ټرمپ د ۴۵ دقیقو تلیفوني خبرو تصور نشم کولای

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د مشر لومړي مرستیال «امرالله صالح» ګیله کړې، چې د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د سولې په خبرو کې حکومت حاشیې ته کړ او له طالبانو سره یې مخامخ مذاکرات مخته یووړل، چې دده له قوله، یوه ستره تېروتنه وه.

صالح چې له «پي بي ایس» تلویزون سره یې خبرې کولې وویل، چې د امریکا متحده ایالاتو د ټرمپ په دوره کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو «تېروتنه وکړه»؛  خو حکومت یې حاشیې ته پرېښود او د هغو زرګونو «افغانانو» قربانۍ یې هیرې کړې چې له امریکایانو سره په جګړه کې یو ځای وو.

نوموړي وړاندې زیاته کړه چې طالبانو ټرمپ اړ کړ له هغوی سره ۴۵ دقیقې تلیفوني خبرې وکړې، چې دی یې هیڅ تصور نشي کولای «هغوی ولسمشر ټرمپ اړ کړ چې ۴۵ دقیقې تلیفوني خبري وکړې، زه دا هیڅ نشم تصور کولای، دا نشم تصور کولای.»

صالح د ټرمپ یوې پخوانۍ اعلامیې ته په اشارې ویلي، چې دولتي عسکرو د امریکایانو تر څنګ قربانۍ ورکړې او حکومت خوښ دی چې هیڅ امریکایي وژل شوی نه دی؛ مګر امریکا د افغانانو قربانۍ هیرې کړې «موږ  خوښ یو چې هیڅ امریکایي وژل شوی نه دی، مګر هغه د افغانانو قربانۍ هېرې کړې. هغه د امریکایي عسکرو د نه وژل کېدو په باب چې کوم ډول اعلامیه خپره کړه، هغه مناسبه نه وه، متحدینو سره دا ډول چلند څوک نه کوي.»

نوموړي ددې تر څنګ د افغانستان اوسنۍ جګړه کې ځان د امریکايي عسکرو تر څنګ بللی او په خبره یې «اوسنۍ جګړه بین الافغاني نه ده، موږ او امریکا له یوه ګډ دښمن سره جنګېږو. هغوی که په ۲۰۰۱ کې د امریکا دښمنان و و اوس هم دي.»

د صالح له قوله، حکومت په افغانستان کې د سولې او ثبات تامین ته ژمن دی؛ خو په هیڅ صورت نه غواړي، چې په سیاسي ډول محاصره کړل شي.

یاده دې وي، چې د امریکا د متحده ایالاتو د ټرمپ په دوره کې له طالبانو سره یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې يې په دوحه کې د افغان سولې خبرې پيل شوي دي او بهرني ځواکونه مکلف دي چې په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي.

کابل حکومت همېشه له امریکا غوښتي، چې له طالبانو سره کړی تړون بیا ځلې وارزوي او داسې یو هوکړه وکړي چې حکومت هم پکې دخیل وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

دغه منحوث مې د ځمکې پر مخ ژوندی نه خوښيژي.

تور سپین

دا دومره دوه مخه، بیغرته او نمکحرامه انسانان دی چه تر پرونه یی بوټونه ورته څټل او لاس په نامه ورته ولاړ وه او اوس چه هغه قدرت نه لری نو یی پرضد بیانیی او تبصری کوی. او د هغه په تګ په دوی نفس ننه وتی او امید یی پدا سو چه څه وخت به لا په دی ګدی پاته شی او جو بایډن به هم خطا باسوو. جو کافی تجریبه کار سیاست پوه دی او ده ته هم د امریکا ګټی حق اولیت لری نه د شمال سنګوړیان.

ملا جانان

ټرمپ ځکه د طالبانو سره ۴۵ دقیقې خبري وکړې چي د اشرف غني او امرالله صالح لاسونه یې د امریکایي او دولتي عسکرو تر څنګ د عامو وګړو او طالبانو په وینو سره ولیدل. صالح بچو ډبل ګیم دی رسوا سوی دی او عواقبو ته ځان ټینګوه.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx