افغانستان

دولتي عسکرو په تخار کې د یو دیني عالم په ګډون ۱۱ ملکیان «شهیدان» او ټپیان کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د تخار ولایت په خواجه غار او چال ولسوالیو کې دولتي عسکرو د یو دیني عالم په ګډون ۱۱ تنه ملکي وګړي «شهیدان» او ټپیان کړي دي.

سیمه ییزې سرچینې وايي، دولتي عسکرو پرون د یکشنبې په ورځ د خواجه غار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د خلکو په کورونو د ډیسي توپونو «ړندې» ګولۍ توغولي، چې له امله یې د مولوي عبدالله په نوم د سیمې یو تن دیني عالم «شهید» شوی او ۹ تنه نور ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

ددې ترڅنګ د تخار ولایت چال ولسوالۍ په «زمبورک» کلي کې هم سیمه ییزو پولیسو(اربکیانو) یو ملکي کس له سختو شکنجو وروسته په «شهادت» رسولی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر په تخار ولایت کې ملکي خلک په نښه کوي او مرګ ژوبله ورته اړوي، بلکې تردې وړاندې هم لکه د نورو ولایاتو په څېر دولتي عسکرو په دغه ولایت کې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د روان(۱۳۹۹ل) کال د تلې میاشتې په ۳۰ نیټه هم دولتي عسکرو د تخار ولایت مرکز تالقانو په «هزاره قرلق» سیمه کې پر یو جومات په داسې مهال هوايي برید ترسره کړ، چې هلته ماشومان د قران کریم په زده کړو بوخت وو.

په دغه برید کې د جومات د ملا امام په ګډون لږ تر لږه ۱۸ تنکي ماشومان «شهیدان» او ټپیان شوي وو.

ددې برید د رسنیز کولو له امله د کابل حکومت مشر اشرف غني د تخار د والي ویاند جواد هجري دنده وځنډوله او ورپسې یې د یو فرمان له مخې د ټولو ولایتي ویاندویانو دندې لغوه کړې؛ خو د نړیوالو فشارونو له کبله یې خپل فرمان بیرته لغوه کړ او یوازې د تخار د والي ویاند یې له دندې ګوښه کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx