افغانستان

په دوحه کې د کابل مذاکراتي ټیم د یو غړي او اشرف غني ترمنځ اختلافاتو زور اخیستی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د مذاکراتي ټیم څخه باخبره سرچینې وايي، ددې ټیم د غړي امین احمدي او اشرف غني ترمنځ اختلافات ژور شوي، چې له امله یې اشرف غني له مذاکراتي ټیم څخه د نوموړي د ایستلو هڅه کوي.

په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره تللي د کابل حکومت مذاکراتي ټیم یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکي اسیا ته ویلي، چې اشرف غني له معصوم ستانکزي څخه غوښتي ترڅو د مذاکراتي ټیم غړی ډاکټر امین احمدي په رخصت اخیستلو مجبوره کړي او له قطر څخه کابل ته ولاړ شي.

سرچینه زیاتوي، د مذاکراتي ټیم یاد غړي د اشرف غني له دغه کار سره مخالفت ښودلی او ټینګار کوي چې کومه «تیروتنه» یې نه ده کړې.

د کابل حکومت د مذاکراتي ټیم غړي ډاکټر امین احمدي او اشرف غني ترمنځ اختلافات هغه وخت زیات شول، کله چې دوه اونۍ وړاندې ښاغلي احمدي په یو غږیز پیغام کې د مؤقت حکومت راتلو او د «غني» د تللو څخه خبر ورکړی ؤ.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د مشر میر رحمان رحماني په ګډون ګڼ وکیلان او سیاسي مشران په افغانستان کې د سولې پروسې د کامیابۍ لپاره د غني د لرې کولو او مؤقت ادارې د راتلوڅخه ملاتړ کړی دی.

په ورته مهال د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي هم په مسکو کې د یوخبري کنفرانس پرمهال د کابل حکومت مشر اشرف غني د سولې په وړاندې ستر خنډ یاد کړ او د هغه د لرې کېدو په صورت کې یې د سولې خبرو پیلولو ته چمتوالی څرګندکړی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx