ورزش

کرکټ؛ پاکستان سويلي افريقا ته ټيسټ سيريز کې په ۲-۰ ماتې ورکړه

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په خپل کور کې سويلي افريقا لوبډلې ته په ټيسټ لړۍ کې په ۲-۰ ماتې ورکړه.

دغه سيالي چې د پاکستان په کوربه توب په راولپنډي ښار کې ترسره شوه، پاکستان د ۹۵ منډو په توپير بريا خپله کړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټيسټ لوبه په کراچي ښار کې ترسره شوې وه چې پاکستان د ۷ ويکټو په توپير بريا خپله کړې وه.

دا لومړی وار دی چې سويلي افريقا لوبډله له ۱۴ کلونو وروسته پاکستان ته سفر کوي، خو په سيريز کې د ماتې له کبله له پنځم څخه شپږم مقام ته ښکته شوله.

پاکستان لوبډلې ۱۷ کاله وروسته په خپل کور کې له سويلي افريقا څخه ټيسټ سيريز وګاټه، چې په مرسته يې په نړيواله درجه بندۍ کې پنځم مقام ته پورته شوه.

د پاکستان لوبډلې له لوري په ياده لوبه کې حسن علي تر ټولو زياتې ۱۰ ويکټې واخيستې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

دغه راز د پاکستان ويکټ ساتونکي محمد رضوان د يوې سليزې ترڅنګ په سيريز کې ۱۶۵ منډې وکړې او د سيريز غوره لوغاړي په حيث ونومول شو، نوموړي د غوره توپ وهنې ترڅنګ غوره ويکټ ساتنه هم ترسره کړه.

د سويلي افريقا لوبډلې له لوري اوپنر توپ وهونکي ايډن مارکرم د يوې سليزې او يوې پنځوسيزې په مرسته تر ټولو زياتې ۲۲۷ منډې جوړې کړې خو لوبډلې ته يې بريا ورنشوه کړای.

بايد وويل شي چې له ټيسټ سياليو وروسته د پاکستان او سويلي افريقا لوبډلو ترمنځ درې شل اوريزې لوبې هم ټاکل شوي چې له ۱۱مې نيټې به په لاهور کې پېل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx