نړۍ

ډیره بکټي: چاودني مرګ ژوبله واړوله

(نن ټکی اسیا نومبر۲۰۱۱/۲۲) ډيره مرادجمالي: نن له غرمی څخه وروسته دبلوچستان ایالت ډیره بکټي ولسوالي بیره سیمه کی د ریموټ کنټرول بم دچاودني له امله ددرو امنیتي کسانو په شمول پنځه تنه وژل شوی او نه کسه نور ژوبل شوی دي.

له سیمي څخه امنیتي کسانو خبرورکړی دي وایی څو کسه انجینیران په سیمه کی له امنیتي کسانو سره یوځاي پرلاره باندی دتیریدو په حالت کی وو چی ورباندی بمي چاودنه وشوه، چي له امله یی ددرو تنو امنیتي کسانوپه شمول پنځه نفره ځای پرځای ووژل شول او نه کسه نور ژوبل شول. 

ژوبل کسان دډیره بکټي ولسوالي مرکزي روغتون ته رسول شوی دي، له روغتون څخه روغتیایی کارکونکو خبرورکړي دي چی دځینو ژوبل کسانو وضعیت داندیښني وړدي.

ویل کیږي  دپیښي په ترڅ کی انجینیرانو ته کوم زیان نه ته اوښتي، دپیښی ځای ته نور امنیتي ځواکونه رسیدلي دي سیمه یی کلابنده کړی ده او په پیښه کی دککړو کسانو په اړه یی پلټنی پیل کړی دي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x