د نن سرلیکنه

کیرې هم د ټاکنیزې لانجې په هواري کې پاتې ښکاري-سرمقاله

نن ټکی آسیا-سرمقاله: د تیرې پنجشنبې په ماخوستن د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرجان کیري د انتخاباتي لانجې د هواري په غرض کابل ته راغی.

په کابل کې د الجزیره تلویزوني شبکې د خبریال عبدالرحمن مطر په وینا ښاغلي کیري د جمعې له لمرڅرک نه مخکي د یادې موضوع د حل په غرض په کابل کې د ملګرو ملتونو له چارواکو او نورو اړونده لوریو سره خپلې لیدنې کتلې پیل کړې او د همدې ورځې ترلمر لویدو پوري یې(۹)ځلې له امریکايي سفیر ، د یوناما له غړیو او ټاکنیزو نوماندانو سره کتلي .

ښاغلي کیري د ټاکنیزې لانجې د هواري لپاره دری ورځې وخت لري چې په خپل منځګړیتوب سره دغې لانجې ته دپای ټکی کیږدي، خو تر اوسه پوري چې یې کومې لیدنې کتنې کړې ، د متنازعو لوریو خبرې اوریدلې اویا ده څه ورته ویلي داسې څه نه ورکې تر سترګوکیږي چې دغه ستونزمنه موضوع دي ورباندې حل کړای شي.

یواځنۍ خبره چې د کیري په راتګ کې نوې ښکاري هغه داچې نوموړي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د اعلان شویو پایلو پرخلاف ویلي چې تر اوسه په تر سره شویو ټاکنو کې یو کاندید هم نه دی کامیاب او یوهم د افغانستان د راتلونکي ولمشر حیثیت نه لري.

که څه هم چې تراوسه پوري د جان کیري د حل لاري تفصیلات رسنیوته نه دې راوتلي ، خو د نوموړي د ملاقاتونو په حاشیوکې چې کومې طرحې وړاندې شوې هغه په دغو دوو نقطو تمرکز لري:

لومړی: د ۸۰۰۰ ټاکنیزو مرکزونو د رایو بیا شمیرنه

دوهم : یو داسې ګډ ایتلافي حکومت جوړول چې په مخکښو ټاکنیزو نوماندانوسربیره ټول کابل میشتي مطرح سیاسي او پوځي جهتونو ورکې را یوځای کړل شي، او دغه طرحه دکیري تر راتګ له مخه د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکي ځانګړې استازي جیمز ډوبینز هم وړاندې کړې وه.

د ایتلافي حکومت جوړول د جان کیري نوې پریکړه او ابتکار نه، بلکې دا پروسه هغه وخت لا پلان شوې وه چې کله ټاکنې دوهم پړاوته وغزیدلې ، خو دا طرحه د لانجې د هواري یوه داسې نیمګړې حل لاره ده چې په هغه کې یواځې د کاندیدانو او سیاسیونو د واک غوښتنې اشتهاء پوره کیدای شي، نه د هیواد د یوه داسې راتلونکي زعامت او نظام جوړول چې هغه وکړای شي افغانستان او ولس ته له موجود بحران څخه د وتلو لاره برابره کړي.

که څه هم چې د اشرف غني د ټیم لخوا ویل کیږي چې نوموړی له دې طرحې سره موافقه نه لري ،خو خبره اصلا په امریکايي پلان ګذاري پوري تړاولري ،نه د اشرف غني په موافقې پوري.

امریکایانو د ټاکنیزې پروسې له پیله دا تصمیم درلود چې د انتخاباتي مشارکت په پلمه داسې یو مخلوط اوبیواکه حکومت رامنځته کړي چې مشروعیت او صلاحیت یې یواځې تر امریکايي مصالحو پوري محدود وي فقط.

امریکایان به په همدې لاس پوڅی حکومت امنیتي تړون لاسلیکوي، او له هغه څخه به په قانوني لحاظ د افغانستان د هوايي حریم د تصاحب او د نورو پرخلاف د استعمالولو حق ترلاسه کوي .

د انتخاباتو په نوم د ترسره شوې لوبې ټول محصول همدغه حکومت دی او ښايي جان کیري هم خپل سفر د یوه داسې حکومت د جوړولو د تسریع په پروسه پای ته ورسوي .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x