
بايډن: پر اټومي تړون له خبرو مخکې پر ايران لګېدلي بنديزونه نه لرې کوو
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بايډن ويلي، تر څو، چې ايران د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون له مخې د يورانيمو غني کول نه وي کم کړي، تر هغو به ترې بنديزونه لرې نه کړي.
ولسمشر بايډن د امريکا «سي بي ايس» تلويزون سره د خبرو پر مهال د تهران هغه وړانديز رد کړی، چې ګواکې واشنګټن دې پر اټومي تړون له خبرو مخکې پر ایران لګېدلي بندیزونه لرې کړي.
بايډن ويلي، ایران بايد لومړی د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون له مخې د يورانيمو د غني کولو کچه راښکته کړي.
د اټومي تړون له مخې ايران ۳.۶۷ سلنه يورانيم غني کولی شي، خو پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په يو اړخيزه توګه له دې تړونه ووت او ایران هم تر هغه وروسته د يورانيمو د غني کول تر ۲۰ سلنه ورسول.
د اټومي چارو کارپوهان وايي، ايران اوسمهال دومره يورانيم غني کړي، چې دوه اټومي بمونه پرې جوړولی شي، خو ایراني چارواکو د اټومي بمونو د جوړولو تورونه رد کړي او وايي، چې اټومي پروګرام يې د سولهييزو موخو لپاره دی، خو غربي دولتونه د ایران دې کار ته د شک په سترګه ګوري.
د امريکا ولسمشر جو بايډن د لوړې له ترسره کولو وروسته ويلي و، که ایران د اټومي تړون پر شرطونو عمل وکړي، واشنګټن چمتو دی، چې يو ځل بيا د دې تړون برخه شي.
د ایران مذهبي مشر اية الله علي خامنهيي تېره ورځ ويلي و، که امريکا اټومي تړون ته بېرته ګرځېدل غواړي، نو لومړی بايد پر ایران لګېدلي بندیزونه لرې کړي.
خامنهيي زياته کړې وه، دوی به وګوري، چې بنديزونه په رښتيا پورته شي، نو بيا به تهران هم پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
د ایران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف هم ويلي و، چې تهران اټومي تړون ته د امريکا د ګرځېدو په اړه هېڅ شرط نه لري، خو د دغه تړون بېرته فعالېدو لپاره بايد امريکا ايران د بندیزونو له امله د اوښتو زيانونو تاوان ورکړي او بنديزونه هم لرې کړي.