شعـــــرونه

د مؤذن اذان/ فدا محمد نومير

فدا محمد نومير

اختيار چې د ځان نه لري هغه کله ازاد دی
ډوډۍ چې د پرديو خوري هغه کله اباد دی

په غرو او په رغو کې د هوا مرغه هوس کړي
د سرو زرو او سپينو په قفس کې کله ښاد دی

په مينه، محبت کې دا شيرينې په کوهکن کې
فناه چې نشي عشق کې هغه کله فرهاد دی

پښ مه ورلره وايه څو بنۍ نه لري څنګ کې
چې ډار کړي له اهن څخه هغه کله حداد دی

ځنځير هغه باله سي چې کړۍ کړۍ وي وصل
کړۍ چې وصل نه کړي هغه مشر کله مراد دی

سهار څه سهار نه دی څو مؤذن يې سهار نه کړي
غالب چې په تيارو نسي هغه کله بامداد دی

نوميره لاس اوچت کړه چې ولس باندې امين کړي
ښه مشر او امام هم د حريت سره ستر داد دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx