نظــر

ایا القاعده له طالبانو سره همکاري لري؟

نورمدين بلخېل

افغان دولت او په امریکا کې ځینو حکومتي بنسټونو ویلي چې طالبان د القاعده سره اړیکه لري او د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې هوکړې خلاف یې عمل کړی دی، دوی تاوتریخوالی زیات کړی او پر دولتي امنیتي ځواکونو یې حملې زیاتې کړي دي.

طالبان له اوله په افغانستان کې هغه ډله ده چې یوازې فعالیت یې د افغانستان په حدود کې د ننه دی او د نورو هېوادونو په جغرافیه کې ځان نه ورګډوي، که څه هم داسې ویل کیدل چې د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې طالبانو د چیچنیا، تاجکستان او ازبکستان له اسلامي ډلو سره همکاري درلوده او دلیل هم دا ویل کیده چې روسیه، تاجکستان او ازبکستان د د شمال اتحاد سره همکاري کوي، نو ځکه طالبانو د تاجکستان، ازبکستان او روسیې هیوادونو سره تقابل درلود، مګر اوس وخت کې طالبان د دغو ډلو سره اړیکه نه لري، ځکه دغه ډلې اوس زیاتره د داعش سره یو ځای شوي او خپله طالبان ور سره په جنګ کې دي.

القاعده اوس د افغانستان په قضایاو کې بارز حضور نه لري او دا یو حقیقت هم دی، دا ځکه چې امریکا او افغان دولت د القاعده سره د طالبانو د تړون هیڅ اسناد نه لري او یوازې یوه باد وړې خبره کوي، بس.

هر کله چې په ۲۰۰۱ کال کې امریکا په دې پلمه چې د نېویارک او واشنګټن پېښو کې د القاعده لاس دی، پر افغانستان برید وکړ، کوم چې هیڅ ثبوت یې هم نه لره، همغه کېسې ته ورته کېسه اوس بیا هم روانه ده، خو زه وایم چې که چېرته د امریکا هدف یوازې په طالبانو فشار راوستل وي، تر څو په بین الافغاني مذاکراتو کې طالبان یو څه نرم شي نو دا خو د مسألې یو اړخ دی او که چېرته د امریکا هدف دا وي چې دوی د خپل شتون لپاره افغانستان کې یو دروغجن دلیل پیدا کړي او د دوحې د توافق خلاف ودریږي نو دا به د امریکایانو لپاره بله ستونزه وي، لکه څرنګه چې په ۲۰۰۱ کال کې امریکا په بیړه پر طالبانو حمله وکړه او بیا په زیان کې شوه، نو که چېرته امریکا اوس هم هغه پخوانی ډول ډنګوي نو دا به بیا د دوی لپاره بله تېروتنه وي.

دا یو واقعیت دی چې القاعده او طالبان یو د بل سره همکاري نه لري او دا نه امریکا او نه هم افغان حکومت ثابتولی شي چې طالب له القاعده او یا القاعده له طالب سره وصل وښیي، طالبان چې کومه وعده کوي سر ته یې رسوي، چې ښه مثال یې د طالبانو او امریکایانو تر منځ اوربند دی، کوم چې طالبانو سل فیصده رعایت کړی دی، اوس که د افغان حکومت لوری طالبان تورنوي چې د دوحې تړون ته ژمن نه دي او یا د القاعدې سره نه شلیدونکي اړیکې لري زما په نظر کوم حقیقت به ونه لري، ځکه حکومت کې ځېنې افراد د ځان ساتنې په خاطر امریکا په افغانستان پاتې کیدل غواړي نو دوی مجبور دي چې د خپلې واکمنۍ په خاطر د امریکایانو شتون په افغانستان کې حتمي کړي، طالبان چې ځینې خلک یې اسلامي ملتپالي ډله ګڼي، په افغانستان کې مېشت د ځینو اقلیتونو پورې تړلې کوچنۍ ډلګۍ ترې وېره احساسوي، نو ځکه دا خلک د خارجیانو په وجود کې خپلې ظاهري او مادي ګټې وینې او دوی پر افغان ملتپالو ډلو د القاعده او داعش تورونه لګوي چې تر څو د یو څه وخت لپاره حاکم پاتې شي او خپل اشرفي ژوند نور هم اوږد کړي.

نورمدین بلخېل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

طالبان مجبوردی دملک دجوړیدوپه خاطرهوښیارمسلمان دمکتبوویونکواوحچروقرآنکریم په ترجمه ویونکوعالمانو څخه یوه مرکزی کمیټه لکه چه قرآنکریم فرمایی جوړه کی چه دملک داسلام ،تکنالوجۍ اوسیاسی حالاتودکنترول پرمخ بیولودپاره کاروکی جوړه کی که بیرته هغه دملامحمد عمرحکومت جوړکی چه ټولی دنیاولیدۍ چه اسامه په پاکستان کی پټ وودعمل سزایی افغانستان ته ورکړه سوه سبب یی هم داووچه په دوی کی I S I-افغانی سیاسی اوپه قرآنکریم پوه عالمان نه پریښول ملک یی درپدره اوتراوسه دکمونسټ حکومت ظلمونه ګالی دوی په سیاست نه پوهیږی چه دجوبایدن وحکومت ته صحیح جواب ورکی هغوی بیره لری چه بیاداسی یوناورین راباندی رانسی لکه دورلد ټریډ سنټر.په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx