افغانستان

بایډن افغانستان کې له مېشتو امریکايي عسکرو سره خبرې کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «جوبایډن» په افغانستان کې له مېشتو امریکایي عسکرو سره تلیفوني خبرې کړې دي او د هغوی کړنې یې ستایلې دي.

بایډن  پر خپل ټویټر لیکلي، چې د نیمتز کښتۍ او په کابل کې له مېشتو  له امریکایي عسکرو سره یې تلیفوني خبرې کړې دي او د هغوی «خدمتونه» یې ستایلي.

د بایډن له قوله، دی به تل د هغو کسانو منندوی وي، چې د امریکایانو د حفاظت لپاره یې قربانۍ ورکړې دي.

ورته مهال د امریکا دفاع وزیر له بایډن مننه کړې چې د امریکايي عسکرو سره یې تلیفوني خبرې کړې دي او د هغوی کړنې یې ستایلې دي.

بایډن داسې مهال په افغانستان کې د امریکایي عسکرو له کړنو ستاینه کوي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس زرګونه بهرني عسکر له افغانستانه وتلي او په هیواد کې د امریکایي عسکرو شمېر د تېرو دوو لسیزو په پرتله تر ټولو ټيټي کچې ته راټيټ شوی دی.

ددې تړون په اساس ټول بهرني ځواکونه باید د روان میلادی کال د می میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي او خپلې نظامي اډې تخلیه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx