شعـــــرونه

د وطن بیا رغونه وجیبه ده/ ملنګ

دانش ملنګ

لکه مور چې زړۀ خوري خپل رنځور اولاد ته
دومره زړۀ خورم زۀ دې خوار رنځور هیواد ته

که پردو مو بام ته کاڼي نه وای ویشتي
مونږ به نه تړله ملا فرضي جهاد ته

ای دلر اوبر پښتونه ګیلې مکړه
نه یو خلاص ستا زنده باد اومرده باد ته

مونږ ترهغې پورې نه کېنو په کور کې
چې ترڅو پای ټکی کې نه ږدو فساد ته

مونږ دخلکو چیغې اورو کاڼه نه یو
زمونږ فکر دی دخلکو اقتصاد ته

د وطن بیا رغونه وجیبه ده
هم مو خیال دانش ملنګه دی سواد ته

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دانش ملنګ

له نن ټکی آسیا څخه یو جهان مننه چې په خپله درانه ویب ساپ کې مو زما ګوډ مات غزل ته ځای ورکړی له مینې مو بیا هم مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx