نظــر

په کابل کې يوه بله خواشينوونکې پېښه

عبدالمالک همت

د موبايل زنګ راغی، د قرآن کريم قاري او حافظ، په اسلامي علومو کې د درو دي که څلورو ماسټريو درلودونکي، اوس په دکتورا لګيا ، او د څو اسلامي ښکلو کتابونو ليکوال عنايت الله عادل د ځګېروي سره په مله ږغ راته وويل: عادل يم ، په ايمرجنسي روغتون کي پروت يم.

خدای ورښتيا دې خبري سخت خواشينی کړم، خو بيامي هم حواس را ټول کړل او ورته ومي ويل: ولي خدای دي خير کړي؟

دوې مرمۍ يې وويشتلم او بيا يې په چړو ووهلم !

چا او چيري؟

د ماښام له لمانځه څخه د کور پر لور روان وم چي موټر راته ودرېد، لومړی يې دوې مرمۍ وويشتلم او بيا را پسي راغله په چړو يې ووهلم، ورسره سم بې هوښه سوم او يو وخت چي پر هوښ راغلم په امرجنسي روغتون کي پروت يم، ټپونه يې را عمليات کړي ول، کولمو او پښتورګي ته مي هم ستونزه پېښه سوې ده.

دغه اسلامي عالم له ډېرو کلونو زما ډېر ګران او صميمي دوست او ملګری پاته سوی دی. د هيچا سره کومه شخصي ستونزه نه لري. يوه مېرمن او څو تنه واړه ماشومان لري، ډېر حجونه او عمرې يې کړي، په عربي او انګرېزي ژبو ډېر ښه پوهېږي. په عربي د خپلي مورنۍ ژبي په شان خبري کوي. ډېر پخوايې يو ځل په قطر کي د څو تنو نورو عالمانو په ملتيا د افغانستان د اسلامي امارت د سياسي کميسيون د غړو سره هم په افغانسان کي د سولي راوستو د هڅو په لړ کي کتلي ول. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وردګ يې قومي دی او ورسره پېژني.

د کابل حکومت دغسي بريدونه د طالبانو کار بولي او په کابل کي د امريکې او نورو لوېديزو سفارتونو هم دغسي کارونه په طالبانو پوري تړي. مګر عام خلک او سياسيون دا چاري په حکومت کي دننه د ځينو ځانګړو کړيو کار بولي.

په هر صورت بلاوه برکت يې نه وو، د لوی څښتن احسان پر سوی چي ژوندی پاته سوی دی، دعا به ورته کووچي له دې ټپونو يي الله جل جلاله په خپل فضل او مرحمت هر څه ژر روغ کړي.

دا څو کرښي مي د ښاغلي عادل له فيسبوک پاڼي درته راواخيستې:

«د سولې پروسه باید مخ ته ولاړه شي. دواړه اړخونه به په طبیعي ډول یو بل ته یو څه ورکوي او یو څه به اخلي. واک به حتمي ویشل کېږي، موقت یا انتقالي حکومت به راځي او که دا نه وي، په نوي حکومت به توافق کېږي او اشرف غني مجبور دی چې واک پرېږدي. په ارګ کې واکمن باید درک کړي چې د افغانستان خلک او نړۍ په افغانستان کې سوله غواړي او سولې ته د رسېدو لپاره هېڅ ډول خنډ او ځنډ ورته د زغملو وړ نه دی. که د سولې په خبرو کې پرمختګونه وشي او طالبان هم انعطاف وښیي، نو ولسمشر به بیا د خنډ جوړولو پر مهال د خلکو له سخت او جدي غبرګون سره مخ شي.».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

نوموړی بزرګوار مې یو ځل لیدلی،، یو کتاب یې هم راکړ،،، الله تعالی دې عاجله شفاء ورکړي او ظالم وحشي صالح دې خدای تعالی د ځمکې تل ته کوز کړي تر څو د دنیا مخلوقات د هغه له شره په امان کې واوسي.

عبدالمالک همت

محترم ورور غوربندي صاحب دعا ته مو آمين وايم، خو خوا مي بده سوه. استا‌ذ عادل صاحب مو ليدلی او زه مو نه يم ليدلی . نو دعا به کوم چي پر مادي هم خدای را برابر کړي.

غوربندی

عزتمند همت صاحب
الله تعالی مو دې په خیر ستاسو په لیدو مشرف او فیضیاب کاندي،،، الله تعالی دې تاسو ته اوږد عمر او سلامتي په برخه لري،،، آمین یا رب العالمین

ملا جانان

دا یوازي صالح نه دی د پنجشیر او پروان ټوله لنډغر ورسره مل دي. د دې دوو ولسوالیو خلګو ته باید اسلام د سره ورسول سي

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx