شعـــــرونه

زړۀ مې ډېر د ستا له زړۀ سره لګیږي/ اسد بدري

اسد بدري

زړۀ مې ډېر د ستا له زړۀ سره لګیږي
زړۀ مې بس له هر ښایسته سره لګیږي

فکر، خیال دواړه د یار طرف ته لاړ شي
کله کله مې راغۀ سره لګیږي

کوږ پټکی له ډېره خیاله پر تندي وړم
طالبي غرور مې غرۀ سره لګیږي

په دې عصر کې اتل او باتور څوک دی
خو دا نوم له پښتانۀ سره لګیږي

دا چې رب پر تا ښایستې سترګې پیرزوکړې
هر غزل دې له باڼۀ سره لګیږي

د ستا نوم چې په پستو شونډو ورو وایم
دغه دواړه ډېر خواږۀ سره لګیږي

د اسد بدري له غاړې کلک لاس تاو کړه
زما او ستا یارانه ښۀ سره لګیږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx