ورزش

لیونل میسي د تیرې لسیزې د غوره لوبغاړي په توګه اعلان شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د تاریخ او احصایو نړیوال فدارسیون (IFFHS) د اعلان له مخې په نړۍ کې مشهور ستوري لیونل میسي یو وار بیا ګڼ شمېر تکړه لوبغاړي شاته پریښي او د نړۍ غوره فوټبالر نومول شوی دی.

میسي د ۱۵۰ هېوادونو د سپورت فدراسیون غړو د رایو پر اساس په تېره لسیزه کې د نړۍ فوټبالرانو له مخې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د لوبو نړیوال فدراسیون د یکشنبې په ورځ د تیرې لسیزې (۲۰۱۱-۲۰۲۰) کلونو په جریان کې د غوره لوبغاړو لیست خپور کړی دی.

دا په داسې حال کې چې ارجنټیایني میسي په تېرو شلو کلونو کې فوټبال ته نوی روح ورکړی او په کم وخت کې یې نږدې ټول پخواني ریکارډونه په نړیواله او کلبي کچه مات کړي دي.

د یاد لیست له مخې د وروستۍ لسیزې د لسو غوره فوټبالرانو نومونه په لاندې ډول دي:

  • ارجنټیاینی، لیونل میسي (برسلونا – هسپانیا)
  • پرتغالی، کریستیانو رونالډو (یوونتوس – ایټالیا)
  • هسپانوی اندرياس انییستا (ویسیل کوبي – جاپان)
  • برازیلی نیمار دا سیلوا (پاریس سان جرمان – فرانسه)
  • هسپانوی سرجیو راموس (ریال مدرید – هسپانیا)
  • المانی مانویل نویر (بایرن مونشن – المانیا)
  • پولنډی روبرت لیونډوسکي (بایرن مونشن – المانیا)
  • ایټالوی ګیانلوګي بوفان (یوونتوس – ایټالیا)
  • سویډنی زلطان ابراهیمویتچ (میلان – ایټالیا)
  • کرواتی لوکا مودریچ (ریال مدرید – هسپانیا).

ميسي يتصدر قائمة تاريخية لأفضل اللاعبين

باید وویل شي چې لیونل میسي د برسلونا کلب په ګټه ۴ واره د اروپا اتلانو (چمپینز لیګ) اتلولۍ، ۱۳ واره د هسپانیا (لالیګا لیګ) اتلولي او یو شمېر نور جامونه خپل کړي دي.

لیونل میسي په ۲۰۱۴م کال کې د ارجنټاین ملي لوبډله د نړیوال جام تر پایلوبې ورسوله خو د جرمني څخه یې په وروستیو دقیقو کې په ۱-۰ ماتې وخوړه، هغه تر دې دمه خپلې ملي لوبډلې ته په جام ګټلو نه دی بریالی شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x