لیکنېنظــر

افغان طالبانو ته پرانيستی ليک

بارنيټ آر روبين

درنو طالبانو:

درې کاله مخکې چې د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۱۴مه تاسې د امريکا ولس ته پرانيستی لیک لېږلی و، له هغه وخت راهيسې ډېر بدلونونه راغلي دي او ما بیا د همدې ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۲۷مه له خپل اړخه په نيويارکر ورځپاڼې کې تاسې ته ځواب ویلی و، له دغه ليک شاخوا دوه کاله وروسته د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه د امريکا متحده ايالتونو او طالبانو د افغانستان سولې تړون لاسليک کړ او په همدې ورځ امريکا له افغان حکومت سره هم د سولې او ثبات په موخه د ګډې همکارۍ تړون لاسلیک کړ. ټاکل شوې وه، د طالبانو او نورو افغانانو چې حکومت به یې هم برخه وي، ترمنځ خبرې د دوحې له تړونه لس ورځې وروسته پيل شې، خو د افغان حکومت په لاس کې د طالب بنديانو د خلاصون ځنډ د دې لامل شو، چې بین الافغاني خبرې وځنډيږي او بالاخره دا خبرې د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په ۱۲مه له ټاکل شوي وخت شپږ مياشتې وروسته پيل شوې.

پایله دا شوه، په تړون کې ټاکل شوی د مذاکراتو مهالویش د ځنډ او خنډ سره مخ شو، هغه مذاکرات چې د سیاسي لارې نقشه او اوربند ته یې لاره هواروله. په تړون کې د امریکايي ځوواکونو تر وتلو مخکې د ۱۴ میاشتو مذاکراتو اټکل شوی وو، چې د کال ۲۰۲۱ د مئي میاشتې اوله نیټه ده. مګر اوس یوازي اته میاشتې پاته وې. ډېرې ژمنې، چې امريکا له طالبانو سره کړې وې، هغه د سولې خبرو له مهالوېش سره تړلې وې، چې د نورو طالب بنديانو خوشې کول او د بنديزو ارزونه ده، په نيمه لاره کې پاتې شوې. د جګړې شدت زيات شوی، ستاسې مرکچيان هم تر هغو پورې د جمهوري اسلامي له مرکچي پلاوي سره له ناستې ډډه کوي، ، تر څو معلومه شي چې د بایډن اداره توافقنامه مني او کنه. په ځانګړې توګه، د بهرنيو ځواکونو د وتلو موده هم را لنډه شوې ده. د تاوتريخوالي زياتوالي په شمول د خبريالانو او فعالانو د وژني زياتې شوي، یوازي افغانان وژل کیږي او په دې سره د روانو خبرو پر پايلو بې باوري هم زياته شوې ده. په تېرو وختونو کې خلکو په ټوکو ويل، چې دا مذاکرات د سپينې ماڼۍ د ډيموکولوس (ټرمپ) د يوه ټويټ په ذریعه له ګواښ سره مخ کېدای شي خو اوس مهال د سولې ټول بهیر له خطر سره مخ دی.

د تېرې جنورۍ په ۲۸مه د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بليکن د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته تلیفون وکړ او ورته وې ویل، چې متحده ايالتونه د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه د امريکا او طالبانو ترمنځ شوی تړون له سره ارزوي او ګوري چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل کوي او که نه، چې له ترهګرو ډلو سره اړيکې پرې کول دي، د تاوتريخوالي کچه ښکته کول دي، او د افغان حکومت او سياسي ګوندونو سره با معنا مذاکرات پيل کول دي.

متحده ايالتونو له طالبانو سره په لاسليک شوي تړون کې ژمنه کړې، چې د ۲۰۲۱ کال د مې مياشت تر لومړۍ نېټې به خپل ټول پوځيان له افغانستانه باسي او جو بايډن چې کله د سپينې ماڼۍ واک تر لاسه کړ، د دغې ژمنې پای ته رسېدو ته يوازې سل ورځې پاتې وې. مګر تړون هم داسي ویلي، هغه ټولې ژمنې چې انټوني بلينکن یې بندونه یاد کړې، ټول له یوه بله سره تړلي دي.

له انټوني بلينکن سره تر ټيليفوني خبرو وروسته ولسمشر اشرف غني له متحده ايالتونو وغوښتل، چې د دوحې تړون د عملي کیدو لپاره د شرایطو پر بنسټ چلند باندې ډیر قوي دریځ غوره کړي.

د رویټرز خبري اژانس په يوه راپور کې د ناټو د څلورو ناڅرګندو سرچينو په حواله ويل شوي وو، چې کېدای شي د امريکايي ځواکونو له وتلو ورسته هم د ناټو ځیني غړي په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د پاتې کولو پرېکړه وکړي.

کېدای شي، تاسې زما څخه مایوسه شئ کله چې درته ووايم، د تړون د بيا ارزونې په اړه هیڅ معلومات نه لرم، د حکومت ځينې خلک له ما پوښتنې کوي، خو دوی بيا زما د پوښتنې ځواب نه وايي. زه څه نا څه پوهېږم چې حکومت کې دننه داسي بحثونه څرنګه تر سره کیږي. په هر حال.

زه باوري يم، چې د بايډن اداره به د افغانستان مطالعاتو ګروپ له وړاندیز سره سم د مې مياشت تر لومړۍ نېټې د ټولو پوځيانو ويستل په یوه اړخیزه توګه ونه ځنډوي، (ځکه که داسې وکړي نو داسې به وګڼل شي، لکه څرنګه، چې پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ایران سره له شوي اټومي تړونه ووت.) د بايډن اداره غواړي، د افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي. مګر اوسنۍ اداره د دوحې تړون په داسي توګه عملي کول غواړي چې د تړون ټول څلور بندونه پکښي عملي شي، لکه څرنګه، چې د بهرنيو چارو وزير بلينکن یاد کړي: د بهرنيو ځواکونو وتل، د ترهګرۍ ضد ضمانتونه، سياسي جوړجاړی او تلپاتې هر اړخيز اوربند.

کله چې د بايډن اداره وايي، دوی به د تړون ارزونه کوي، دا په دې معنا نه ده، چې دوی پرېکړه کوي چې ګواکي د تړون درناوی وکړي او که نه. د سپينې ماڼۍ نوې اداره اړتيا لري، چې د تړون عبارت ولولي او همدارنګه د پټو ضمیمو په اړه هم ځان پوهول غواړي، چې تر اوسه ما نه دي لیدلي. او همدارنګه له طالبانو، افغان حکومت، پاکستان او نورو هېوادونو سره د ډيپلوماټيکو بحثونو ريکارډونه هم کتل غواړي. په هر صورت، د افغانستان ګاونډي هېوادونه په شمول د چين، روسيه، هند، پاکستان او ایران د ګڼو دلايلو له امله د امريکا د بهرنۍ تګلارې په اجنډا کې مهم ځای لري.

بدبختانه څنګه چې ما يادونه وکړه، له لومړي سره پر تړون د مهالوېش مطابق عمل نه دی شوی، امريکا ژمنه کړې وه، چې د تړون له لاسليک لس ورځې وروسته بايد هغه طالب بنديان خوشې شي، چې افغان حکومت نيولي وو د چا سره چې تاسو خبرو ته امادګې نه ښودله. د طالبانو او افغانستان د اسلامي جمهوریت د پلویانو تر منځ د حکومت په شمول خبرې به په همدې وخت کې پیلېدې، خو د بنديانو خوشې کولو پروسه د حکومت د يو شمېر اندېښنو له امله مذاکرات د لسو ورځو پر ځای شپږ میاشتې وځنډول، او هغه نورې ژمنې چې وخت يې له مذاکراتو سره تړلی و، هم ورسره وځنډېدل، چې په هغو کې د د پاتې بنديانو خلاصون او پر طالبانو د لګېدلو بنديزونو اروزل وو.

په تړون کې راغلي، چې څلور واړه برخې يې له يوه بل سره تړلي دي او هره برخه به په خپل ټاکل شوي مهالوېش او منل شوو شرطونو عملي کيږي، خو دا نه دي ويل شوي، چې منل شوي شرطونه څه دي. کیدای سي ځیني شرطونه يې د تړون د مختلفو برخو د خپل منځي ارتباط پر اساس د وخت سره تړلي وي، او کیدای شي نور توافق شوي شرطونه چې هر لوری بايد ورته ژمن پاتې شي، هغه هم وي چې د تړون په عام متن کې نه دي شامل شوي.

د بايډن اداره د ځينو ابهاماتو سپيناوی غوښتلی شي، طالبانو ژمنه کړې، چې دوی به القاعدې او نورو وسله‌والو ډلو ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر خلاف د بریدونو لپاره وکاروي. طالبان په دې اړه د څرګند پيغام لېږلو ژمنه هم کړې وه، چې کوم خلک امريکا او د هغې متحدينو ته ګواښونه پېښوي، په افغانستان کې د هغوی لپاره هېڅ ځای نه شته او … دوی به خپلو غړو ته ښپارښتنه کوي، چې هغو ډلو او اشخاصو سره له اړيکو ساتلو او همکاريو ډډه وکړي، چې امريکا او متحدینو ته یې ګواښونه رامنځته کوي. طالبان ژمن دي، چې دغه ډول ډلو ته به ځای نه ورکوي، او دغسي ډلې به د خلکو استخدام څخه، روزنې او د بسپنو راټولولو څخه منعه کوي.

په دغه تړون کې دا غوښتنه نه ده شوې، چې طالبان دې له القاعدې سره خپلې اړيکې پرې کړي، خو له دوی غوښتنه شوې، چې القاعده ته ووايي، چې نور يې په افغانستان کې ځای نه شته او طالبان نور د دوی کوربه توب نه شي کولی. له دې ټولو خبرو ښکاري، چې القاعده بايد نور افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې سيمې پرېږدي. ويل کيږي، چې داسې ثبوتونه شته، چې طالبان اوس هم د القاعده د غړو کوربه توب اقلا کوي اګر که اوس هغوی د امريکا امنيت ته ګواښونه نه رامنځته کوي.

د طالبانو له لوري د ترهګرۍ ضد فعاليتونو د مخنيوي مهالوېش هم نه دی روښانه. د امريکا متحده ايالتونو د پوهاوي له مخې د تړون له لاسليکولو وروسته سمدستي د تنفیذ وړ دي. تاسې وایاست، چې تاسو به هغه وخت خپلې ژمنې عملي کوئ کله چې امريکا خپلې ژمنې پوره کړي، چې د بنديانو خلاصون دی، د تور لست څخه نومونه لیري کول دي او د ټولو بهرنيو پوځيانو ويستل دي. داسي ښکاري چې طالبان هم د امريکا په څېر په تړون کې د خپلې برخې ژمني عملي کول د شرایطو او حالاتو سره تړلی بولي. دلته یو ځل بیا د مذاکراتو اړتیا لیدل کیږي تر څو د پيښو مطلوب تسلسل بیا منظم کړي او دا یقیني کړي چې دواړه لوري د موضوعاتو خپل منځي ارتباط او د عملي کولو وخت یې په یوه توګه وفهموي.

د جګړې په شدت کې تش په نوم کموالی يوه مهمه موضوع ده. د تړون عام شوي عبارت کې راغلي، اوربند به هغه مهال کيږي، چې د افغانستان اسلامي جمهوريت او طالبانو ترمنځ د سياسي لار نقشې په اړه هوکړه وشي. په ظاهره طالبانو د تړون په پټو برخو کې او همدارنګه د طالبانو استاځو په شفاهي ډول ويلي، چې دوی به د امریکا سره د اوربند عملي کولو سربېره د خپلو عملياتو او بریدونو کچه راکموي. ویل کیږي چې په دغو ژمنو کې راځي، چې په سترو ښارونو کې به چاودنې او موټربم بریدونه هم نه کوي. حقیقت دی چې طالبانو تر اوسه داسې ستر بریدونه نه دي کړي. کوم چې شوي ښايي د داعش ډلې کار وي.

مګر هلته، په هر صورت، د حکومتي کارمندانو، د مدني ټولنو د استازو او خبريالانو هدفي وژنو لړۍ تونده شوې ده. طالبان د داسې پېښو مسؤوليت نه مني او کېدای شي، چې دې ټولو پېښو کې دوی ښکېل هم نه وي. مګر داعش ډلې د داسې سترو بریدونو او خونړيو پېښو مسؤوليت منلی دی. طالبان يوه دارالإفتا لري، چې له سترې محکمې سره تړلې ده، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د هدفي وژنو لپاره د اړتيا پر مهال اجازه ورکوي. ځکه نو د طالبانو له لوري د وروستيو هدفي وژنو مسؤوليت نه منل قانع کوونکي نه دي.

بلکې داسې ښکاري، چې طالبانو په ځينو سيمو کې د ترهې خپرولو داسې لارې چارې په کار اچولي او هغه خلک په نښه کوي، چې د اسلامي جمهوريت ملاتړي دي او له تخنيکي پلوه دا کار له امريکا سره د شوي تړون نقض نه بولي. غالب ګمان دی چې د بايډن اداره به د ترهګرۍ دا څپه د دوه اړخیزه تفاهماتو څخه جدي سرغړونه او د مذاکراتو پر مخ به یې خنډ وبولي.

زه پوهېږم، چې دواړه لوري په دې تمه دي، چې د بايډن اداره به څه پریکړې کوي تر څو یې دوی هم پر اساس خپل موقفونه هم څرګند کړي.

ښايي په کابل کې ځينې خلک دا هيله ولري، چې مذاکرات وځنډيږي، تر څو پر امريکا فشار راشي او خپل پوځيان په افغانستان کې پرېږدي. په امريکا او افغان حکومت کې دا نظر او فکر عام دی، چې طالبان خبره ځنډوي، تر څو ټول بهرني پوځيان ووځي او دوی په نظامي توګه بريا تر لاسه کړي. زه پوهيږم، چې همدارنګه شکونه د طالبانو په لوري کې هم شته، چې حکومت د سولې خبرې په دې هيله ځنډوي، تر څو د بايډن اداره د پوځيانو ويستل وځنډوي او یا به يې هم بيخي لغوه کړي. که طالبان غواړي یقیني کړي چې د بايډن ادراه د ځواکونو د ایستلو په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي، نو بايد د سياسي لار نقشې او اوربند په اړه خپله طرحه د خبرو پر مېز کښېږدي.

ما په تېره مقاله کې وړانديز کړی و، چې له لومړۍ نېټې وروسته د ځواکونو ويستلو موده د شپږ مياشتو لپاره ځنډول کيدای شي، تر څو دواړه لوري د بنديانو د خلاصون سربېره د پېښو د تسلسل په اړه د نظر یووالي ته ورسيږي، چې له مخې به يې په ممکنه ډول د تاوتريخوالی کمښت، د بنديزو پورته کولو، د ترهګرۍ د مخينوي په اړه د ژمنو عملي کول، د ځواکونو ویستل، سياسي جوړجاړی او اوربند اړین وي. او کېدای شي دا مهالوېش همداسې وساتل شي، که چیري طالبان د د بهرنیو ځواکونو د اوسني مهالویش سره سم د ځواکونو ایستلو وروسته د شپږ مياشتو او يا هم زيات اوربند ته ژمنه وکړي. که چېرته طالبان د اوربند لپاره نور شرائط لري، بايد بيان يې کړي. په هر صورت د اوربند غوراوی د هدفي وژنو پر مهال ډېر جالب نه ښکاري. که طالبان د دغو هدفي وژنو مسؤوليت نه مني، نو دوی یې د مخنیوي ژمنه هم نشي کولی. د دغو هدفي وژنو پای ته رسېدل ښايي د اوسني کړکېچ د حل لپاره يو مهم شرط وي.

زه نه پوهېږم، چې د بايډن ادارې موقف به څرنګه وي. زما په باور، بايډن به د خبرو ملاتړ وکړي، لکه څرنګه چې تاسو باید په دوحه کې ادامه ورکړئ، او دا به په دې هوډ وي، چې اسلامي جمهوريت سره اوربند او د سياسي لار نقشې په اړه يوې هوکړې ته ورسيږئ. زه هيله لرم، چې تاسې به د مهال ویش په اړه د بیا مذاکراتو لپاره پراخ ذهنیت ولرئ، تر څو د هیلو سره سم د تړون عملې کېدل تضمین کړئ.

=====

انګلیسي متن:

Open Letter to the Afghan Taliban

Barnett R. Rubin

Dear Taliban:

A lot has changed in the three years that have passed since you published an Open Letter to the American People (on February 14, 2018) and I responded with my own to you (in the New Yorker, February 27, 2018). Two years almost to the day after my letter, on February 29, 2020, the U.S. and Taliban signed an “Agreement for Bringing Peace to Afghanistan.” On the same day, the U.S. signed a joint declaration with the Afghan government pledging its commitment to peace and stability. Talks between the Taliban and other Afghans, including the government, were to start ten days later, but delays in implementing the release of prisoners held by the Afghan government pushed back the timetable, and the talks started only on September 12, 2020, six months later than planned.

As a result, the timetable set out in the agreement for the negotiations, leading to a political roadmap and ceasefire, was disrupted. The agreement foresaw fourteen months of negotiations before the U.S. withdrawal, scheduled to be completed on May 1, 2021, but now there were only eight months left. Several commitments made by the U.S. that were linked to the original timetable for the talks, for more prisoner releases and review of sanctions, also fell by the wayside. Violence has increased, and your negotiators in Doha refuse to meet those of the Islamic Republic until the Biden administration clarifies whether it will abide by the agreement, especially the troop with withdrawal deadline. The spike in violence in the country, including the targeted killing of journalists and civil society activists, has increased fear of the consequences of these negotiations. During the previous administration people often joked that the negotiations were threatened by a “Tweet of Damocles” suspended from the White House. Now the entire process seems to be hanging by a thread.

On January 28 U.S. Secretary of State Anthony Blinken called Afghanistan President Ashraf Ghani to tell him “that the United States is reviewing the February 2020 U.S.-Taliban agreement” and examining “whether the Taliban are living up to their commitments to cut ties with terrorist groups, to reduce violence in Afghanistan, and to engage in meaningful negotiations with the Afghan government and other stakeholders.”The U.S. pledged in the agreement to withdraw all troops from Afghanistan by May 1, 2021, one hundred days, as it happens, after the inauguration of President Biden, but the agreement also says that all the commitments listed by Secretary Blinken are “interdependent.”

The day after he spoke to Secretary Blinken, President Ghani called on the U.S. to “take a very strong stand on the conditions-based approach” to implementing the agreement. A Reuters report attributed to four anonymous sources inside NATO claimed that some NATO members might keep forces in Afghanistan even after a U.S. withdrawal.

I might disappoint you when I say that I have no information about the U.S. policy review. Some people in the government ask me questions, but they do not answer mine. I do have some idea of how such discussions go inside the U.S. government, however.

I am confident that the Biden administration will not decide unilaterally not to complete the withdrawal of troops by May 1, as recommended by the Afghanistan Study Group. That would amount to pulling out of the Doha agreement the way that the Trump administration pulled out of the JCPOA (the Iran nuclear agreement. President Biden does not want to keep troops in Afghanistan, buthis administration wants to implement the Doha agreement in such a way as to accomplish all four of its objectives, as listed by Secretary Blinken: troop withdrawal, counter-terrorism guarantees, a political settlement, and a comprehensive ceasefire.

When the Biden administration says it is “reviewing” the agreement, it does not mean that it is deciding whether or not to respect it. The new administration needs to study the text, as well as the confidential annexes that I have not seen, as well the diplomatic record of discussions with the Taliban, Afghan government, Pakistan, and others. After all, the neighbors of Afghanistan include China, Russia, India, Pakistan, and Iran – all countries high on the foreign policy agenda for many reasons.

Unfortunately,as I mentioned, the agreement is already not being implemented according to the timetable. The U.S. committed to the release of Taliban prisoners held by the Afghan government, with whom you refused to meet, within 10 days after the agreement’s signing. Negotiations between the Taliban and the supporters of the Islamic Republic of Afghanistan, including the government, were to start at the same time. Because of the government’s concerns, the prisoner release and therefore opening of talks took six months rather than ten days, and other items whose timing was linked to the talks have also been delayed. These include the release of remaining Taliban prisoners and the evaluation of sanctions against the Taliban.

The agreement states, “The four parts above are interrelated and each will be implemented in accordance with its own agreed timeline and agreed terms.” It does not say what the “agreed terms” are. Some of them may involve the interrelationship of the timing of the different parts of the agreement. Other agreed terms may include commitments that each side made to the other that are not included in the public text of the agreement.

The administration may seek clarification of certain ambiguities. The Taliban promise not to allow al-Qa’ida or other terrorist groups to use the territory of Afghanistan to prepare attacks on other countries. The Taliban also promise to “send a clear message that those who pose a threat to the security of the United States and its allies have no place in Afghanistan, and … instruct its members not to cooperate with groups or individuals threatening the security of the United States and its allies.” The Taliban are committed not to “host” such groups and to prevent such groups from recruiting, training, and fundraising.”

The agreement does not require the Taliban to “cut ties” with al-Qaida, but it requires them to tell al-Qaida that they “have no place in Afghanistan” and that the Taliban will not “host” them. These together imply that all members of al-Qaida will leave Taliban-controlled areas of Afghanistan. There is said to be evidence that the Taliban at least continue to “host” members of al-Qa’ida, even if they are not currently threatening the security of the U.S. directly from Afghanistan.

The timing of the implementation of Taliban’s counter-terrorism undertakings is also unclear. According to the understanding of the U.S., the obligations are in effect from the signing of the agreement. You have claimed that the Taliban consider that they will be obligated to complete implementing their commitments only when the U.S. completes its obligations such as releasing prisoners, relaxing sanctions, and withdrawing all troops. The Taliban, like the U.S., then, maintain that their obligation to implement their undertaking in the agreement is “conditions based.” Some additional negotiation may be required to reinstate the intended sequence of events and assure that both sides understand the inter-relationships and the timing of implementation in the same way.

The so-called“reduction of violence” has become a serious issue. The public text of the agreement says only that a ceasefire will be announced together with the future political roadmap when the Taliban and the Islamic Republic reach agreement. Apparently, though, in confidential annexes of the agreement, as well as oral undertakings given by Taliban representatives, the Taliban promised to observe certain limits on their offensive actions in addition to observing a truce with the U.S. Among these limits, reportedly, is the suspension of bombing and suicide attacks in najorurban centers. Indeed, the Taliban have not carried out such attacks. Those that have occurred seem to be the work of IS/Daesh.

There has been, however, a wave of targeted killings of government employees and representatives of civil society groups and the media. The Taliban deny responsibility for these killings, and they may not be responsible for all of them. But IS/Daesh has shown it prefers mass casualty attacks. The Taliban have a dar al-ifta (a body issuing fatwas) attached to the Supreme Court which has for years had the responsibility of authorizing targeted assassinations. The denials of responsibility by the Taliban for the recent targeted assassinations are not convincing.

Rather, it appears as if the Taliban have found a way to spread terror among parts of the population who support the current system of the Islamic Republic by means that appear technically not to violate their agreements with the U.S. The administration is likely to consider this wave of terror as a serious violation of the understandings between the two sides and an obstacle to negotiations.

I understand that both sides are waiting to see what decisions the Biden administration will make before they declare their positions. Some people in Kabul may well wish to delay the negotiations to pressure the U.S. into keeping its troops in Afghanistan. A very common interpretation in the U.S. and Afghan governments is that the Taliban are dragging out the talks so that they can win militarily after the U.S. withdrawal. I understand that there is a similar suspicion on the Taliban side that the Afghan government is delaying the talks in the hope that the Biden administration will delay or cancel the withdrawal of troops from Afghanistan. If the Taliban want to be more certain that the Biden administration will keep its commitments to withdraw troops, it should place a proposal for a political roadmap and a ceasefire on the table.

In a recent article I proposed a mutually agreed postponement of the May 1 deadline by six months to allow for the two sides to agree again on the sequence of events, including the release of prisoners, which will likely be contingent on reduction of violence, removal of sanctions, the implementation of counter-terrorist obligations, the troop withdrawal, the political settlement, and the ceasefire. Perhaps the deadline could be kept as is, if Taliban committed to a six-month (or longer) ceasefire when the troops have all left. If the Taliban have other conditions for such a ceasefire, they should state them. However, the option of a ceasefire is much less attractive given the targeted killings. If Taliban do not admit responsibility for them, it cannot commit to stopping them. Ending these targeted killings may well be an important condition for resolving the current impasse.

I do not know what the Biden administration’s position will be. I believe it will support the talks in which you are supposed to be engaged in Doha, with the aim of reaching agreement with the Islamic Republic on a ceasefire and a future political roadmap for Afghanistan. I hope you will keep an open mind about renegotiating the timeline to assure that the agreement is implemented as intended.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالحلیم کندهاری

ډیره ښه او پر انصاف ولاړ لیک دی، دواړو لورو ته په کښي تر یوه حده انصاف سوی دی. زما چی یوه ملاحظه ده او هغه داده چې لیکوال هدفي وژنو په اړه ویلي چې طالبانو لخوا ددغو وژنو ردول غیر قانع کوونکی دي او بیا یې دلیل دا ویل چی د طالبانو دار الافتاء په استثنائي حالاتو کې د هدفي وژنو جواز ورکړی دی مګر لیکوال ددغې فتوا کوم سند نه دی وړاندی کړی.. عجیبه دا ده چې لیکوال د طالبانو له ادره رسمي اعلامیې او بیانیې ردوي او پر یوې ګمنامې فتوا باندي حواله ورکوی او بیا دا… نور لوستل »

عبدالواحد

په جواب کی ددی چه که کفاردافغانستانه ووزی ملک به کورنیوجګړوته وګرزی،دټرانسپورت په شکایت کی یوه وویل له هراته ترهلمنده دوه طالبان دیوه زاړه موټر سایکله سره زموږامنیت داس خوندی کړۍ دۍ چه نه څوک پیسی غواړاونه موږته څوک په بده سترګه ګوری نودغنی # دری لکه فوج بهتردۍکه دغه دوه طالبه : که موږودی ته په غورفکروکړوچه دافغانستان دټرانسپورټ شکایات ولی په BBCاودآزادۍ راډیوپه خبروکی نه خپروی دامعنی لری چه امریکااوناټودافغانستان ددوی دغلام حکومت له جنایتوځانونه ناخبره ښیی اوطالبان ددی ظالم حکومت دلاس نوی څخه منع کول غواړی مقصد داجنایتونه خپله امریکااوناټودخپل غلام حکومت په واسطه کوی چه ملت… نور لوستل »

Karwan

عبدالواحد وروره، رښتيا هم همداسي ده، په قلم مو برکت شه. نه امريکايان، نه ناتو اونه دکابل اداره خصوصأن دپننجشير فاشستان او په سر کي ئي امرالله ناصالح هيڅ يو ددغو څخه سوله نه غواړي. زموږ مسلمان ملت ته يواځي دجهاد لاره ورپاته ده او الله دمرسته ورسره وکړي. امين ياربالعلمين. په ډير درنښت. کاروان

ملا جانان

داسي مو اوریدلي دي چي دا سګوانان خپل د جنګ سپي تر خپلي میرمن او اولادونو هم ډیر نازوي. میرمن او اولادونو ته یې سبوس د خوراک لپاره ایښی وي، و سپي ته په خپل لاس خاګینه ورپخوي. خو کله چي دا نازولی سپی د جنګ په ډګر کي مات سي نو بیا یې پر دا سر باندي ولي هم. د کابل حکومت ته ۲۰ ورځي کافي وې چي د تاسیس وروسته یې د کابل امنیت ټینګ کړی وای. دا چي ۲۰ کاله وروسته هم په کابل کي وژني او چاودني کیږي د کابل واکمنان د مرګ لیاقت لري. د… نور لوستل »

عبدالقدیر مهمند

نن ټکی اسیا (ISI):
امريکانان غواړې چې وخت وژنه وکړې يعني په بهانو سره وخت ضايع کړې. بارنيټ روبين د يرغل د پروسې يو د تطبيق کونکې څخه وو او اوسمهال د ټونې بلينکن امریکا خارجه وزیر غير رسمې وياوند دي. هغه خپلې خبرې د هغه په خُوله کوي

مجاهد

مونږ د برنیټ انګلیسی لیکنه هم ولوستله ، نظم نوین جهانی کله ناکله د براینت په نوم او کله د برانت په شان خلکو استفاده ککوی دا ډول لیکنی پری د خلکو د پام اړونی او مغشوش کولو د پاره استفاده کوی

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x