افغانستان

په نړیواله کچه د یما سیاوش د قضیې څېړلو غوښتنلیک د ملګرو ملتونو دفتر ته وسپارل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): پلازمینه کابل او ولایاتو کې د ژورنالیستانو او فعالانو لخوا لاسلیک شوې هغه پاڼې نن د ملګرو ملتونو دفتر ته وسپارل شوې، په کومو چې د یو نړیوال هیئت په توسط د یما سیاوش د وژلو د پېښې د څېړنې غوښتنه شوې وه.

په کابل کې د یما سیاوش پلار داود سیاوش ددې پاڼو د سپارلو پرمهال حکومت د مرکزي بانک پر موټر د چاودنې په هکله د معلوماتو شریکولو په هکله د سیاسي ارادې نه لرلو باندې تورن کړی او د پېښې په هکله د امنیتي ارګانونو څرګندونې څو ډوله بولي.

په ورته مهال د رسنیو یو شمېر هم د یو نړیوال بې پرې هیئت لخوا د یما سیاوش د وژلو د پېښې د څېړلو غوښتونکي دي.

له درې میاشتو وروسته د رسنیو په وړاندې د یما سیاوش د پلار راڅرګندېدل  او پر حکومتي چارواکو توندې نیوکې کول د نوموړي هغه مجبوري په ډاګه کوي چې د حکومت د بې غورۍ له کبله یې نوموړی دغه کار ته اړ ایستلی دی.

په دغه مهال د یما سیاوش پلار داود سیاوش داسې وویل: «د نړۍ په کوم ډول سیاسي نظام کې د یو شهید په حق کې داسې بې پروايي شته؟ آیا د خلکو وینې تر پښو لاندې کول همداسې نه وي؟ زه خو نه وسله لرم، نه موټر لرم، نه دفتر لرم، نه امکانات او وسایل لرم، خدای لرم او قلم لرم، مونږ د چیغو وهلو حق لرو که نه یې لرو؟»

د مرکزي بانک پر موټر د چاودنې د څېړلو لپاره په شلو ولایاتو کې د خبریالانو او فعالانو لخوا د لاسلیکونو د جمع کولو کمپاین ترسره شو. اعتراض کوونکي ددې پېښې د جزیاتو( د مرکزي بانک د امنیتي کامرو د تصویرونو او په نښه شوي موټر اړوند ټولو معلوماتو ګډون د ټولو شواهدو) رسنیز کول غواړي.

داود سیاوش وویل: « نه خو دا وینې خورم او نه یې څښم، نه ددې وینو په بدل کې په څوکۍ کینم، نه هم دغه وینې پایمالولو ته پریږدم، ترڅو چې ژوندی یم خپل آواز اوچتوم ترڅو مې مړی پرېوزي او ترڅنګ یې ویده شم! دا یو شعار نه دی»!!

د یما سیاوش له وژلو څلوېښت ورځې وروسته د هغه کورنۍ د نوموړي د قاتل پیدا کولو لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړ، لیکن د هغه د د پلار د وینا مطابق یادې شورا تراوسه دغې قضیې ته رسیده ګي نه ده کړې.

د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې مسئول صدیق الله توحیدي وايي: «دغو پوښتنو ته د ځواب نه پیدا کېدل مونږ شکمن کوي، چې زمونږ قاتل څوک دی؟ دا زمونږ لپاره کفایت نه کوي چې حکومت وايي، زیاتره قتلونه طالبان او داعش کوي.»

په دغه تړاو د کابل نیوز تلویزیون مشر غلام جیلاني ځواک داسې ویلي: «د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید هغې غوښتنې مثبت ځواب ووایي، چې ورڅخه شوې ده او د یما سیاوش د شهادت د قضیې څېړلو لپاره باید افغانستان ته یو بې پرې هیئت ولیږي، ترڅو مونږ د هغې په نتایجو باور وکړو.»

د روان کال لړم میاشتې په اوولسمه نیټه د مرکزي بانک په موټر د شکمنې چادنې له کبله ددغه بانک د رسنیز سلاکار یما سیاوش، ددغه بانک مرستیال اجرايي معاون احمدالله انس او د هغوی موټر چلوونکي امین الله رضايي په ګډون درې تنه ووژل شول، چې قضه یې لاتراوسه د حکومتي چارواکو لخوا نه ده څېړل شوې  چې له امله کورنۍ اړ شوه ترڅو خپله قضیه د نړیوالو جرمونو په محکمه کې ثبت کړي.

ددې  ترڅنګ د یما سیاوش له وژلو میاشت وروسته په کابل ښار کې د آریانا نیوز خبریال فردین امیني په مرموزه توګه ووژل شو. که څه هم د کابل ښار امنیه قومندانۍ د هغه د وژل کېدو لامل د چړې په واسطه ځان وژنه بللې وه؛ خو کورنۍ یې بیا دغه ادعا رد کړه او د بې پرې څیړنو غوښتنه یې وکړه.

لیکن وروسته چې کله د اشرف غني لومړي مرستیال او د کابل سرپرست امنیه قومندان امرالله صالح د هغه کورنۍ وګواښله، که چیرې پولیس تحقیقات ترسره کوي نو د فردین امیني د کورنۍ میرمنې او ماشومان به هم د پولیسو لخوا استجواب کیږي، نو د مرحوم امیني کورنۍ خاموشه کړل شوه.

په ورته مهال دوه میاشتې مخکې حکومتي چارواکو ادعا وکړه چې په هلمند ولایت کې د آزادي راډیو د خبریال الیاس داعي او جلال آباد ښار کې د انعکاس رادیو تلویزیون خبریالې ملالۍ میوند قاتلان نیولي؛ خو د خبریالانو ټولنې د حکومت له کړنو څخه رضایت نه ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار او یو شمېر لویو ښارونو د امنیتي میثاق ترنامه لاندې د حکومت لخوا په نامسئولو وسله والو د وسلو ویشلو پروګرام له امله د ملي، روحاني او ټولنیزو شخصیتونو هدفي وژنو او ترورونو زور اخیستی دی.

تیره اونۍ په کابل ښار کې د جمعیت اصلاح مشر او د پوهنتون استاد ډاکټر محمدعاطف په یوې شکمنې چاودنه کې خپل ژوند وبایللو، د کومې چاودنې پړه چې په حکومتي چارواکو  او د سولې ضد کړیو باندې واچول شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد اکرم خان

ورونژو تر لمر شکارہ خبرہ دہ ، وائ کہ غل نہ ہںے لہ باچا ہم مہ ویریژہ ، دوئ ولى پلٹنى نہ کوى؟ خو معلومہ دا سى د پلٹونو لہ پایلو ویریژى؟ کہ نہ ویریژى ؟ خو دا د دوئ دندہ دہ کہ نہ دہ؟ بیا دى د افغانانو لہ سٹو کشتہ سى ، د سہ د پارہ د افغانانو پر سرو لوڑ لہ پیٹو سرہ ناست دى؟ کنى دا خو حکومتى دندہ دہ،سى قاتلان پیدا کى، کہ ہںے نسى پیدا کولئ ، نو پہ کور دى کشینى ، دا لوئ لوئ معاشں د سہ د پارہ خورى؟ د افغانانو… نور لوستل »

مجاهد

پخوا به می چه د کومی لیکنی عنوان خوښ شو ټوله لیکنه به می لوستله دومره مو ورته لیکنی او جملات لوستلی چه د لیکنی عنوان راته ټوله لیکنه ده. د سیاوش وژنه تر نورو هدفو وژنو ځانګړتیا نه لری کله چه سیاوش د غلامی اداری اړخ نیولی وو سیاوش او لا نور یی نه وژل حتی په وی ای پی یا مهمو کسانو په شان یی معاشونه وو او خوندی ساتنه یی کیدله مګر کله چه له بده مرغه یا نیکه مرغه سیاوش د غلامی اداری ستاینه پريښوده او په حقایقو ویلو یی پیل وکړو نور یی په کار… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx