افغانستان

د امریکا لوی درستیز: امریکا په افغانستان کې خپله تګلاره د دوحې له تړون سره مطابق جوړوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ «سنټکام» قوماندان «جنرال فرنک مکنزي» وایي، د امریکا نوې اداره په افغانستان کې خپله تګلاره د دوحې له تړون سره مطابق جوړوي.

جنرال مک کنزي چې د «منځني ختیځ انسټيټيوټ» له لوري رابلل شوې ناستې ته یې خپله وینا اوروله وویل، چې طالبانو په افغانستان کې د جګړې د شدت کچه لوړه ساتلې او پر دولتي عسکرو بریدونو او هدفي وژنو ته یې زور ورکړی، چې له امله يې ښايي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پروسه پيچلې شي.

نوموړي وړاندې زیاته کړه، چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت د طالبانو کړنې او له هغوی سره شوی تړون په غور بیا ځلې  ګوري او د دوحې تړون په پام کې نیولو سره به په افغانستان کې راتلونکي ګامونه ا خلي «زه پوهېږم، چې د امریکا حکومت د دوحې تړون سره مطابق په افغانستان کې راتلونکي ګامونه پورته کوي.»

د مک کنزي په خبره، د افغانستان په اړه د امریکا نوې پالیسي تر څېړنې او غور لاندې ده او ډېر ژر به په  افغانستان کې نوي ګامونه پورته کړل شي.

مک کنزي له طالبانو سره شوی تړون او د عسکرو ایستل «مشروط» بللي او ټینګار  یې کړی، چې  د روانو کړکېچونو د حل تر ټولو غوره لار داده چې د افغانانو تر منځ سیاسي توافقات رامنځته شي.

د نوموړي له قوله، په افغانستان کې مېشت امریکایي عسکر به له «ترهګرۍ سره د مبارزې» ماموریت روان وساتي او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ملاتړ او مرستې ته به دوام ورکړي.

د امریکایي جنرال پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس  په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر تر ټولو ټيټي کچې ته را ټيټ شوی دی.

طالبان وایي، د دوحې تړون په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین تر ټولو غوره نسخه ده او باید امریکا ورته ژمنه پاتې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګوم نام

نه # هغه ویلی وایی ## مو خلک مه وژنی کنه درته دیره کیږو بیرته خو تاسی کله د امریکا نه بغیر د الله هم منی بس وژنی مو شروع کړی

عبدالواحد

آیاطالبان دوی پدی پوهولای سی چه ټول جنایتونه د#حکومت له طرفه دی اماتاسود# حکومت دامنی اوزموږحقیقی خبری نه منۍ دوی بایدددغه ترانسپورتوحالات اوخبری له امریکایی چارواکوسره شریکی کی ،دوی باید امریکایی مډیاومظلومو دحکومت له ترپه په اوانو ویشتل شوو کلو ته بوزی دوی باید خلیلزادته ددغه ترانسپورتوواویلاوی ښکاره کی اوویی ګماری چه امریکایی چارواکوته دموجوده حکومت جنایات ووایی خوپه دوی کی علم نسته اونه عالمان دځانه سره ملګری کوی ولی چه هیپی ږیری نلری ددوی معیارږیری اولنګوټی دی – په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

الحاج استاذ بیانزی

د امریکا او اروبا هر اړخیز قدرت د نظم نوین جهالنی د سیوری او قوماند ی لاندی لاندی چلیږی په ځانګړی ډول د امریکا متحده اضلاع له اوله د نظم نوین جهانی په بنیاد جوړه شوی، نو دا د بوش، اوباما او ترمپ اکیو نه د جویایدن په واک او وسه کی دی چه افغانستان کی څه کوی او څه نه کوی د نظم نوین چهانی له خوا ورته ویل کیږی او هغوی یی دمترسره کوی یعنی د عملی کولو تاکتیک یی د د دوی په لاس کی دی ممکن د جوبایدن تاکتیک به تر مپ نوکی توکی توپیر ولری… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x