افغانستان

کابل کې د کلیو  پراختیا وزارت څلور تنه کارکوونکي وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): دکابل پولیس وایي، په کابل ښار کې د کلیو د پراختیا وزارت څلور تنه کارمندان د ناڅرګنده وسله والو په ډزور کې وژل شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند «فردوس فرامرز» وایي، چې نن سهار د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند «باغ داوود» نومي سیمه کې د کليو پراختیا وزارت پر څلور تنو کارمندانو ډزې شوې دي چې له امله يې څلور واړه وژل شوي او برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

د کلیو د پراختیا وزارت دا پېښه تاییدوي او په خبره يې په وژل شویو کسانو کې د میدان وردګو ولایت د کلیو د پراختیا ریاست سرپرست «ریاض احمد خلیل» او د نوموړي درې تنه همکاران شامل دي.

تر دې دمه د پېښې مسئولیت که څه هم چا په غاړه نه دی اخیستی؛ خو پولیس وایي، د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

یاده دې وی، چې همدا نن سهار هم د کابل ښار په شپاړلسمه امنیتي حوزه کې پر یو لنډکروزر موټر باندې د چسپکي ماین چاودنه شوې وه او له امله یې دوه تنه ټپیان شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx