شعـــــرونه

غرور/ اسدالله بلهار جلالزی

اسدالله بلهار جلالزی

یو مغرور بنده چې ډک و ډیر له شوره
په لټون د خدای راووت له خپل کوره

پنډ ه کی يي شاته واړاوه روان شو
په کوڅه کې یو نیالګي ته هم ګویان شو

څو مې توان شته لټومه حقیقت
څومره ښه دی زما نیت او حرکت

زه به خپل سفر تر هغو پورې کاندم
چې حق ومومم په کړس کړس به وخاندم

دا خو ښه ده چې زۀ ځمه او سفر کړم
زۀ به ځمه په ګام ګام کې به نظر کړم

په خندا یې بیا نیالګي ته ويل نیالګیه!
ته خو نشې خوځیدای نری لرګیه!

دا به ستا لپاره سخته او ترخه وي
چې په ځمکه پسې بنده ستا ریښه وي

زه به پنډه، کې حق راوړم بیا به راشم
یو شیبه به هغه وخت هم په خندا شم

نیالګي ووېل سخته دا ده مسافره!
چې خالي پنډه کي راوړې له سفره

کاشکې ته وای مسافره لږ خبر
په لټون پسې يي نه تلای لر او بر

راشه راشه سترګې وغړوه دواړه
رب که غواړې خو همدلته يې وغواړه

مسافر په بیړه بیړه روانیږي
وې نیالګی به په مزله نو څه پوهیږي

چې پښې وې د چا بندې په کمرو کې
ژمې دوبی به ولاړ وي اندیښنو کې

مسافر په غرونو سر شو لا روان و
ډېر کلونه پرې تېر شوي د زمان و

د سفر له ډېرو سختو مزلونو
له دردونو او له ډیرو کړاونو

لوږو، تندو او له زیاتو عذابونو
شو په ځور د فلک له ګردشونو

له کلونو وروسته راغی بیا کوڅې ته
اړخ يې تم کړ د یوې ونې تنې ته

له اوږو يې راجلا خپل پنډه کی کړ
له خولو څخه يې پاک بیا خپل تندی کړ

ناڅاپي ورته  له ونې دا اواز شو
پنډه کی دې را ډک پوره د نیاز شو؟

څه خو ماته هم ترې راکړه مسافره
له موندلي حق ما هېر نه کړې دلبره

مسافر وې په لټون يې وم وتلی
تش لاس راغلم لامې هم نه دی موندلی

بیا له ونې نوراني او ځلیدونکې
رڼا راغله په پردیس شوه تاویدونکې

دواړه سترګي د پردېس شوې پرې رڼې
هم يي لرې له غوږونو شوې پردې

مسافر وې ته په خپل ځای کې ولاړه
حق دې وموند په څه ډول په څه واړه

ونې ووېل حق موندلی شي هر څوک
ورک هم نه دي له کوم چا او له کوم توک

که په خپل ځان يې باور وي زښته ډېر
هیڅ به نه شي حق له هیچا ځینې هېر

پېژندلی چې چا  دلته دا خپل ځان دی
پېژندلی بیا هغو و خپل سبحان دی

ته چې لاړې په کوڅه کې مسافره
زه د خپل ځان په خوا راغلم برابره

که ول سخت ستا په دا غرونو سفرونه
زه هم ځان سره اخته وم په جنګونه

ما موندلی په دا خپل ځای حقیقت دی
نه مې کړی پسې چېرته حرکت دی

په دا پوه شه! پیژندلی چې چا ځان دی
پېژندلی يې څښتن او لوی سطان دی

اسدالله بلهار جلالزی

تهران  پښتو رادیو/ ۱۳۸۴/ د جدې ۲۲

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx