
کرکټ؛ انګلستان هند ته ټيسټ لوبه کې د ۲۲۷ منډو په توپير ستره ماتې ورکړه
نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د انګلستان او هندوستان کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټيسټ لوبه کې انګلستان هند ته د ۲۲۷ منډو په توپير ستره ماتې ورکړه او په ټيسټ چمپين شيپ درجه بندۍ کې يې لومړی مقام خپل کړ.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټيسټ لوبه د هند په چينايي ښار کې ترسره شوه چې پچه يې انګلستان ګټلې او لومړی يې د توپ وهنې پريکړه کړې وه.
انګلستان د لوبډلمشر جويي روټ په زړه پورې توپ وهنې سره لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو (۵۷۸) منډې جوړې کړې. ددوی له لوري جويي روټ ۲۱۸ (د لوبې غوره لوبغاړی) ، ډوم سيبلي ۸۷ او بين سټوکس ۸۲ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې هند لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۳۳۷ منډې جوړې کړې، ددوی له لوري ريشاب پانټ ۹۱، واشنګټن سوندر ۸۵ او چيتشور پوجارا ۷۳ منډې وکړې.
په دويمه پاڼۍ کې انګلستان ۱۷۸ منډې نورې وکړې او هند ته يې د ۴۲۰ منډو هدف وټاکه، خو د هند لوبډلې له لوري له ويرات کوهلي او شبمان ګېل پرته هيڅ لوبغاړي زياتې منډې ونکړې چې په پای کې يې د ۲۲۵ منډو په توپير ستره ماتې ومنله.
انګلستان لوبډله په يادې بريا سره د کرکټ نړيوالې شورا دټيسټ چمپين شيپ په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل خو هند لوبډله څلورم مقام ته ښکته شوه.
د يادونې وړ ده چې هند د انګلستان پر وړاندې درې نورې ټيسټ لوبې، ۵ شل اوريزې او ۳ يو ورځنۍ لوبې لري، چې دوهمه ټيسټ لوبه د فبروري په ۱۳مه پېل کيږي.
A huge win over India in the first Test has propelled England to the top of the ICC World Test Championship standings 👀#WTC21 pic.twitter.com/8AaC8XMrjr
— ICC (@ICC) February 9, 2021