افغانستان

کېري: د احمدضیا مسعود پر ځای دې قانوني وټاکل شي

نن ټکی آسیا (شنبه، چنګاښ ۲۱مه ۱۳۹۳): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د ټاکنیزو لانجو د حل لپاره د ډاکتر اشرف غني احمدزي ټیم ته وړاندیز کړی څو په خپل ټیم کې بدلون راولي.

دغه وړاندیز نن شنبه جان کیري د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو سره د لیدنې پر مهال کړی.

احمد ضیاء مسعود ته نیږدې سرچینو ویلي چې کیري له اشرف غني غوښتي څو اجراییوي مشر احمدضیاء مسعود لرې او پر ځای یې یونس قانوني وټاکي.

دغې سرچینې زیاته کړې چې احمد ضیاء مسعود دغه وړاندیز رد کړی دی.

تر دې مهاله د اشرف غني ټاکنیز ټیم په دې باب څه نه دي ویلي او نه هم نورو رسمي سرچینو تایید کړي.

کیري د جمعې په شپه ناوخته کابل ته راغی څو د ټاکنو له امله راپورته شوې لانجې حل کړي. د کیري د راتګ خبره ډاکترعبدالله خپلو پلویانو ته په یوې غونډې کې وکړه.

د تېرې دوشنبې په ورځ د ټاکنو کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان کړې، چې اشرف غني په کې مخکې او عبدالله په کې ناکام اعلان شوی و.

عبدالله عبدالله دغه پایلې «کودتا» وبلله او د موازي حکومت د جوړولو ګواښ يې وکړ.

تمه ده چې جان کیري به نن د کابل پر وخت ۸ نیمي بجې د دواړو کاندیدانو سره ګډ په یوه خبري کانفرانس کې راڅرګند شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x