افغانستان

خوست: ضربتي عسکرو يو «مزدورکار» شهيد کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): په خوست ولایت کې د ضربتي عسکرو د وحشتونو په دوام دا ځل بيا دغو عسکرو يو مزدور کار ولسي وګړی د کار په ساحه کې وژلی دی.

راپورونه وايي چې تېره ورځ د خوست ولايت مرکز اړوند «کونډایو منځي کلي» کې ضربتي عسکرو د قاري نورحسن په نامه يو ملکي وګړی وژلی دی.

له سيمې څخه د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې وژل شوي کس د کوهيانو کيندلو کار کاوه او ضربتي عسکرو د کار له ساحې څخه وړی او بيا يې وژلی چې وروسته يې جسد د خوست په ملکي روغتون کې وموندل شو.

د سيمې خلک وايي چې وژل شوی کس ملکي وګړی و، د ورځې يې خپله خواري مزدوري کوله او کومې وسله والې ډلې سره يې لاس نه درلود.

په دې وروستيو کې په خوست ولايت کې د ضربتي عسکرو له لوري د ملکي او مسلکي وګړو د وژنو لړۍ تېزه شوې چې له امله په تېرو څو مياشتو کې سلګونه تنه عام ملکي وګړي وژل شوي دي.

په تېره يوه مياشت کې نږدې پنځوس تنه ملکي وګړي د کمپاين عسکرو له لوري، پخپلو کورونو، کارځايونو او لارو کې وژل شوي دي.

نږدې لس ورځې وړاندې هم ضربتي عسکرو د پکتيا ولايت وزې ځدراڼ ولسوالۍ ديري خېلو سيمې په  بار کلي کې د ملکي وګړو په کورونو چاپه وهلې او د داؤد او اجار په نامه دوه ملکي وګړی يې پخپلو کورونو کې شهيدان کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x