افغانستان

ننګرهار: دولتي عسکرو له سعودي نه راستون شوی «مسافر» د القاعده په تور نيولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): دولتي عسکرو د ننګرهار ولايت په سره رود ولسوالۍ کې له سعودي عربستان څخه يو تن په رخصتۍ راغلی مسافر د القاعده شبکې سره د تړاو په تور نيولی دی.

د ننګرهار ولايت مقام له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ۹۹۹ قطعې د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې يې د سيد کامران په نامه د القاعده شبکې د جلب او جذب مسوول نيولی دی.

خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې نيول شوی کس دوه مياشتې وړاندې له سعودي عربستان څخه ننګرهار ته راستون شوی و چې د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی دی.

دوی وايي چې نيول شوي کس سره يې یو میل تفنګچه، یو سیټ مبایل، یوه کمره، دوه میموري کارتونه او یو شمېر نور توکي نیولي دي، خو په انځور کې ښودل کيږي چې د نيول شوي کس مخې ته د يو په ځای ۳ سېټه مبايلونه ايښي دي چې همدې نقطې ته په کتو د خواله رسنيو کارونکو تبصرې کړي دي او د حکومت دا ادعا يې تبليغات او دروغ بللې ده.

بل لور ته د سيمې اوسېدونکي وايي چې نيول شوی کس د سعودي مسافر و او هلته يې خپله خواري مزدوري کوله چې څه موده وړاندې په رخصتۍ خپل کور ته راغلی و او اوس ځانګړو ځواکونو د القاعده شبکې سره د اړيکو په تور نيولی دی.

بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې په هيواد کې د ځانګړو ځواکونو له لوري نږدې هره ورځ په يوه او بل تور ملکي خلک وژل او نيول کيږي چې ددې لړۍ وروستۍ کړۍ په خوست کې د ځانګړو ځواکونو له لوري د يو ملکي وګړي و چې د کوهي کیندلو کار يې کاوه چې تېره ورځ د خپل کار له ساحې څخه ځانګړو ځواکونو وړی او وژلی يې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رښتينيار

توبه، د دې بې چاره خو يې حيات ور برباد کړ، او دا بل څاکن يې بيا شهيد کړی دی. الله دي دغه ظالمان په خپل غضب اخته کړي. مرګ پر دې شوړېدلي حکومت.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx