افغانستانسولې اړوند خبرونه

عبدالله عبدالله: د مذاکراتو پر مېز د «مؤقت حکومت» په اړه بحث کېدای شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې له تېرې یوې میاشتې راپدېخوا په دوحه کې د افغان سولې خبرو دوهم پړاو پیل شوی دی، د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا رییس «عبدالله عبدالله» وایي، د مؤقت حکومت په تامین سره بشپړه سوله راتلای نشي؛ خو بیا هم ددې ډول موضوعاتو په اړه د مذاکراتو په مېز خبره کېدای شي.

عبدالله عبدالله چې په کابل کې يې د پخلاینې عالي شورا د «د عامه اګاهي او رسنیو کمېسیون» پرانستنه کوله وویل، چې د افغانستان د سیاسیونو په حلقو کې د مؤقت حکومت په اړه بحثونه کېږي او فکر کېږي چې د لنډمهالي حکومت په منځته راتګ سره به وضعیت سم شي؛ خو دده په خبره، دا بحثونه ګټور نه دي.

نوموړي وړاندې زیاته کړه، چې هر ډول موضوع د مذاکراتو پر مېز مطرح کېدای شي او که طالبان د مؤقت حکومت غوښتنه لري، هم کولای شي د خبرو پر مېزیې مطرح کړي.

عبدالله ددې تر څنګ طالبان تورن کړل چې مذاکراتو ته په دوامداره توګه نه کښېنې او دده په خبره، په دې ډول سره سوله راتلای نشي.

طالبانو که څه هم تر دې د عبدالله څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې يې ویلي وو، چې کله یې هم د مؤقت حکومت موضوع نه ده مطرح کړيګ بلکې تل یې د افغانستان د کړکېچ لپاره د یوه دایمي حل غوښتنه کړې.

بل لور ته د عبدالله عبدالله له لوري پورتنۍ  څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د افغان سولې خبرو دوهم پړاو له تېرې یوې میاشتې راپدېخوا پیل شوی؛ مګر تر دې دمه پکې د پام وړ پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی.

داسې خبرونه هم شته، چې د کابل مذاکراتي ټیم پنځه تنه غړو د مذاکراتو مېز پرېښی او ښايي نن یا سبا کابل ته ورسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx