افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني: داسې سوله نه غواړو، چې د «تراژیدیو» نوی فصل پرانېزي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په دوحه کې د افغان سولې خبرو دوهم پړاو په دوحه کې پيل شوی دی، د کابل حکومت مشر «اشرف غني» وايي، داسې سوله نه غواړي، چې د ورانیو نوی فصل پرانېزي.

غني چې د شاه توت بند د جوړېدو د قرارداد د لاسلیک په مناسبت رابلل شوې ناستې ته یې د هند له لومړي وزیر «نریندرا مودي» سره په ګډه خبرې کولې وویل، چې په افغانستان کې سوله هغه وخت تامینیدای شي چې نړیوال او سیمه ییز هیوادونه یې تضمین وکړي.

نوموړي وړاندې زیاته کړه، چې که سوله راځي باید یوه داسې سوله تامین شي چې «تاوتریخوالی» پکې پای ته ورسېږي، نه داسې چې د «تراژيدیو» نوی فصل پرانېزي «پخوانۍ تراژيدۍ باید د خلکو لپاره یوه تجربه واوسي، تر څو دوهم ځل تاریخ تکرار نکړو. که طالبان او ملګري يې سمه سیاسي لار غوره کړي په افغانستان کې سوله شونې ده.»

غني ددې تر څنګ د افغان سولې په تامین کې د ګاونډیو هیوادونو رول اړین وباله او ټینګار یې وکړ، چې یاد هیوادونه باید په دې برخه کې خپل شته وس ونه سپموي.

ورته مهال د هند لومړي وزیر «نریندرا مودي» وویل، چې په افغانستان کې روان «تاوتریخوالی» د هیڅ ډلې په ګټه نه دی او باید د پای ټکی ورته  کښېښودل شي او اوربند تامین شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

غنو مامک چي خبري کوي، داسي ښکاري لکه په ټوله افغانستان کي چي یوازي دی او د ده ملګري انسانان یا د انسانانو زامن وي، نور ټوله څاروي او ځناور وي. دی ښه ښکاره دا خبره کوي چي د تراژدیو اوسنی فصل (چي ټول افغان ملت د غمیزي سره لاس و ګریوان دی) ده ته قبول دی او د تراژدیو نوی فصل (چي د افغان ملت د مجرمینو ناروا ګټو د متضرر کیدو احتمال پکښي سته) ده ته قبول نه دی. داغه ښه دی چي اکثریت افغانان بې سیواده او د رسنیو څخه لیري دي. که نه د غنو مامک… نور لوستل »

طوطی

ملا جانان ته: مولوی صیب تر اوسه ستا ټولو تبصرو ته ما لایکونه درلیږلی دی ځکه چی زمونږه د زړه خبری او لیکنی کوې. بر عکس بیانزی او غاوربندی سره یی له مجاهده ماسره جوړ ندی او زه هم د هغوی خبری نه تاییده ومه. هغوی هم ځانو ملایان وایی خو زړونه یی د ملایانو ندی ډک له کینی او نفرت څخه دی الله اول ماته بیا هغوی ته هدایت وکړی او دا خبری دی د هغوی په غیبت الله نشمیری. والسلام

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx