دیني، سیرت او تاریخ

ولې الله جل جلاله یو دین منسوخ کړ او بل یې نازل کړ؟

عبدالغفار جُبير

د پاستر جان سمیت دوهم سوال:
ولي خدای یو دین منسوخه کړ او بل یې نازل کړ؟

سوال: که تاسی مسلمانان خپل دین (اسلام) د نورو دینو لپاره ناسخ بولئ دا پر خدای باندي بد ویل دي، ځکه که مخکي احکام ښه وه بیا ولي منسوخه کیږي؟ که مخکي احکام بد وه، ولی خدای پاک دغه قبیح احکام و خپلو بندګانو ته ورکړل؟ چي دا د خدای د شان سره نه ښايي.

ځواب: عبدالغفار جُبیر
تاسي نسخ په لغوي معنا سره اخلئ او د نسخ په معنا نه پوهېږئ، نسخ په لغت کي زائل کولو ، ایسته کولو او نقل کولو ته وايي په اصطلاح کي و دې ته وايي چي کله خدای پاک په یوه خاص وخت کي خاصو بندګانو ته ځیني خاص احکام موقت ورکړي وي، بیا د وخت په تېرېدو سره په هغو احکامو کي تغیر راسي، و دې ته نسخ وايي،  چي موږ په اسلام کي له نسخ څخه دغه معنا اخلو.

نسخ کُلی ده که جزئي ده؟
کُلی نسخ داده چي مخکي ټول احکام ختم دي، چي دا زموږ عقیده نه ده، ځکه چي مخکنیو دینو (یهودیت، عیسائیت) کي توحید، نفی د شرک، لمونځ، روژه، د بت پرستئ ممانعت، قیامت، جنت، دوږخ باندي ایمان، د غله او قاتل سزا او حرام حیوانات دا ټول موجود وه، او که جزئي نسخ وي، یعني ځیني شیان یې د وخت د خلکو سره سمون نه خوري او هغه مؤقت احکام ختم سول هغه هم د مصلحت او ښې ګڼي پر بنسټ، زموږ د عقائدو په کتاب (عقائد نسفیة) کي علامه تفتازانی رحمة الله علیه فرمايي:

ثم الکتب قد نسخت بالقرآن تلاوتها و کتابتها و بعض احکامها.
ژباړه: دغه مخکني ټول کتابونه د قرآنکریم له کبله منسوخه سول، یعني د هغو تلاوت، کتابت او ځیني احکام.
چي دا کُلي نسخ نه ده بلکي جزئي نسخ ده، ددې بېلګي ستاسو په مقدس بایبل کي سته چي څنګه په بایبل کي د وخت په تېرېدو سره یو حکم منسوخ او بل حکم راغی.

په مقدس بایبل کي نسخ:

۱: د حیواناتو د حلت او حرمت نسخ:
د (کتاب پیدایښت باب: ۱ ایات: ۳۰) کي په ښکاره سره دا معلومیږي چي د حضرت آدم علیه السلام په وخت کي ټول حیوانات حلال وه، بیا په (کتاب پیدایښت باب: ۹، ایات: ۳) کي و حضرت نوح علیه السلام ته خطاب کوي:

هر ګرځېدونکی حیوان ستا د خوراک لپاره دی لکه د سبزیجاتو په شان مګر تاسي د غوښو سره وینه مه خورئ.

په دې حکم سره وینه حرامه سوه، د حضرت موسی علیه السلام په وخت کي وینه او وازګه دواړه حرام سول، له دې وروسته په ( احبار: باب: ۱۱: ۳، استثناء باب: ۱۴: ۶، احبار باب: ۱۱: ۹، ۱۰ او استثناء باب ۱۴: ۹، ۱۰) کي اوښ، سُوی، خنزیر، باز، کارګه، شاهین، شرمښکۍ او نور حرام سول، د خنزیر غوښه په ( استثناء باب: ۱۴: ۸) کي حرامه ده چي بیا پولس دغه حکم منسوخه کئ په (د رومیانو په نوم لیک باب: ۱۴: ۱۶، د طیطس په نوم د پولس لیک ۱: ۱۵) کئ.

۲: د ورور او خور د نکاح د حکم نسخ:
د ابی ملک پاچا د حضرت ابراهیم علیه السلام څخه پوښتنه وکړه چي ولي دي وبي بي سارې ته (خور) وویل؟ حضرت ابراهیم علیه السلام په ځواب کي ورته وویل چي هغه زما علاتی خور ده (په پلار شریکه خور نه په مور) او بیا مي وروسته په نکاح کړل (پیدایښت باب: ۲۰: ۱۲) ، د حضرت ابراهیم علیه السلام په شریعت کي د علاتي خور سره نکاح جائز وه، وروسته دغه حکم په (استثناء باب: ۲۷: ۲۲، احبار باب: ۱۸: ۹) کي. منسوخه سو.

ګورئ ستاسو په مقدس کتاب کي یو وخت یو حکم وو بیا هغه منسوخه سو بل حکم راغئ.

۳: د ختنې (سنتېدلو) د حکم نسخ:

په بایبل کي راځي:
اته (۸) ورځي وروسته هغه سنت شو اودهغه نوم عیسی کښېښودل شو.(انجیل لوقا۲: ۲۱)

نو بیا خدای د ابراهیم سره د سنت وعده وکړه او چي د ابراهیم نه اسحاق پیدا شو نو هغه يې په اتمه ورځ سنت کړو او هغه شان اسحاق د خپل ځوی یعقوب او یعقوب د خپلو زامنو.(اعمال درسولانو۷: ۸)
هر نر هلک باید سنت شي. (پیدایښت ۱۷: ۱۰)
ابراهیم د ۹۹ کالو و چي سنت شو.(پیدایښت۱۷: ۲۴)
دغه د ختنې احکام پولس منسوخ اعلان کړه په انجیلونو کي راځي:
سنت شوی او ناسنته دواړه هیڅ شی نه دی.(اول خط دکورنتیانو په نوم ۷: ۱۹)
هغه په سنتولو مجبور نه کړی.(خط د ګلتیانو په نوم ۲:۳)
او د سنت کيدلو ګټه څه ده؟(خط د رومیانو په نوم ۳: ۱)
ګورئ زه پولس تاسو ته وایم چي که تاسو سنت شئ نو د مسیح نه به تاسو ته هیڅ ګټه نه وي.(خط د ګلتیانو په نوم ۵: ۲)
ګورئ پولس نه نبي وو، نه رسول وو، او نه هم د حضرت عیسی علیه السلام د هغو ۱۲ حواریینو څخه وو لا هم دومره اجازه او واک لري چي الهي احکام منسوخ کړي، نو که خدای پاک یې خپله منسوخه کوي بیا تاسي څه وایاست؟ تعجب دی چي د یوه عادي انسان نسخ پر حق بولئ او د خدای نسخ ناحقه بولئ. (العیاذ بالله)

۴: د دوو خویندو د نکاح (جمع بین الاختین) نسخ:
حضرت یعقوب علیه السلام دوې سکنۍ خویندي (لیاه او راحیل) په نکاح وې. (پیدایښت باب: ۲۹: ۱۶- ۳۰)، په هغه وخت کي دوې خویندي یو ځای په نکاح کول جائز وه، چي وروسته دغه حکم په (احبار باب: ۱۸: ۱۸) سره منسوخه سو.

۵: د عمه سره د نکاح نسخ:
عمران چي د حضرت موسی علیه السلام او حضرت هارون علیه السلام پلار وو خپل عمه یې په نکاح کړې وه. (خروج: باب: ۶: ۲۰) چي وروسته دغه حکم په (احبار: باب: ۱۸- ۱۲، احبار باب: ۲۰: ۱۹) سره منسوخه سو.
په هغه وخت کي عمه په نکاح کول جائز وه.

۶: د قسم اخستلو د حکم نسخ:
د قسم اخستلو د حکم جواز په ( خروج باب: ۲۲: ۱۰۷، احبار باب: ۵ : ۱۶- ۲۸، استثناء باب: ۶: ۱۳، باب ۱۰: ۲۰) راغلی دی، چي قسم اخستل کوم مشکل نلري، خو په (احبار باب: ۱۹: ۱۲) سره منسوخه سو.

نور مثالونه یې:
یو ځای ښځې ته طلاق ورکول جائز دي بل ځای یې حکم منسوخه سویدی، یو ځای د (یوم سبت) د شنبې پر ورځي تأکید سویدی حتی که چا و نه لمانځل هغه دي قتل سي، بل ځای یې حکم منسوخه سویدی، د اختر د لمانځلو حکم یو ځای سته بل ځای منسوخه سویدی، د قربانۍ د سوځولو حکم یو ځای سته بل ځای منسوخه سویدی او همداسي نور….

زه بیرته ستاسو سوال ته راځم:
که مخکي احکام ښه وه بیا ولي منسوخه کیږي؟ که مخکي احکام بد وه، ولی خدای پاک دغه قبیح احکام و خپلو بندګانو ته ورکړل؟ چي دا د خدای د شان سره نه ښايي.

اوس به ستاسو څخه دا پوښتنه وکړو چي کله دغه پورته ذکر سوي احکام ښه وه ولي منسوخه سول؟ او که بد وه ولي خدای پاک و خپلو بندګانو ته ورکول؟

اصلاً سوال دي غلط دی، دغه منسوخه سوي احکام پخبل وخت کي، د خاصو خلکو لپاره وه په خاص وخت کي، نو ځکه د خدای عادت دادی چي یو حکم د انسانانو د مزاج مطابق راوړي، چي کله نور انسانان راځي ځیني مخکي احکام ایسته کوي او نور راوړي، دغه کار نه بد دی او مه خدای پاک ته بد وایاست، د همدې نسخ  په مثالو ستاسو مقدس بایبل ډک دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx