ځانګړي راپورونه

ايا د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به هېواد يو ځل بيا د کورنيو جګړو ښکار شي؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): سره، له دې، چې د کابل حکومت د بهرنيو ځواکونو په پاتې کېدو ټينګار کوي، خو په عين حال کې ځينې چارواکي وايي، که ټول بهرني پوځيان له افغانستانه ووځي، د هېواد پر امنيتي وضعيت به منفي اغېز ونه کړي.

د امريکا متحده ايالتونو مخکيني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د دوحې تړون له مخې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر له ديارلس زرو څخه دوه نيم زرو ته راښکته کړی او د روان ۲۰۲۱ کال د راتلونکې مې مياشت تر لومړۍ نېټې بايد ټول امريکايي پوځيان له افغانستانه ووځي، خو د بايډن ادارې د بهرنيو چارو وزير د کابل حکومت له مشر اشرف غني سره د ټيليفوني خبرو پر مهال ويلي، دوی به د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د شوي تړون اروزنه کوي.

د کابل حکومت چارواکي د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه يو نظر نه لري. د ملي امنيت شورا وياند مولوي رحمت الله اندړ رسنيو ته ويلي، له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل او يا يې شمېر کمېدل به د افغانستان پر امنيتي وضعيت منفي اغېز ونه کړي؛ ځکه چې اوس هم د طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو پر خلاف ۹۶ سلنه عمليات افغان عسکر کوي او کولی شي، چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته هم خپل کار ته دوام ورکړي.

د ملي امنيت شورا وياند مولوي رحمت الله اندړ

خو د کابل حکومت د مشر اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح بيا د بهرنيو ځواکونو پر پاتې کېدو ټينګار کوي.
امرالله صالح، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د استخباراتو رئيس پاتې شوی او اوسمهال د کابل سرپرست امنيه قومندان هم دی وايي، امريکا او نړيوال ځواکونه ټول په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان امنيت او وسله‌والو ډلو د له منځه وړلو لپاره افغانستان ته راغلي وو او تر اوسه هم لا دغه هدف نه دی تر لاسه شوی.

د امرالله صالح په وينا طالبان اوس هم په قوت کې دي، د جګړې شدت يې نه دی کم کړی او ادعا کوي، چې طالبان اوس هم له القاعدې سره اړيکې لري او زياته کړې يې ده، چې د امريکا او طالبانو تړون په خپل ځای کې ښه دی، خو متحده ايالتونو د طالبانو پر وړاندې ډېر تنازل کړی او په وينا يې د طالبانو پر ژمنو باور نه دی په کار.

د امرالله صالح په وينا د طالبانو پر وړاندې د امريکا تنازل هغه تېروتنه ده، چې درنه بيه به يې پرې کړي.
صالح په خپلو څرګندونو کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پر مهال له ځينو هغو بحثونو هم پرده پورته کړې، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ شوي دي.

دی وايي، کله، چې امريکا د پنځو زرو طالب بنديانو په خوشې کولو ټينګار کاوه، دوی له امريکايانو وغوښتل، چې طالبان بې باوره خلک دي او د دغو بنديانو خوشې کول به د جګړې شدت نور هم زيات کړي، خو امريکا له کابل سره ژمنه کړې وه، چې طالبان به د جګړې شدت کم کړي او په عملي ډګر کې بيا داسې ونه شول؛ ځکه چې موږ د پسرلي له رارسېدو مخکې هم په هر ځای کې د جګړې شاهدان يو.

امرالله صالح او ګڼ شمېر نور حکومتي چارواکي په اوسني وخت کې د بهرنيو ځواکونو له بشپړ وتلو سره مخالف دي او دلیل يې دا بولي، چې د طالبانو او له کابله د ورغلي پلاوي تر منځ په خبرو کې تر اوسه کوم ځانګړی پرمختګ نه دی شوی.

دی وايي، افغان عسکر لا هم د طالبانو پر وړاندې د جګړې لپاره د بهرنيو ځواکونو مرستې ته اړتيا لري او که بهرنيان له وخت مخکې ووځي، دا به د طالبانو لپاره ستره بريا وي.

خو بل پلو بیا طالبان د بهرنيو ځواکونو وتل د افغانستان په خیر بولي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم په خپل ټويټر پيغام کې ويلي: د دوحې تړون له مخې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل ښه پرمختګ دی او په وينا يې دا کار د دواړو هېوادونو په ګټه هم دی.
د افغانستان ولس په قاطع اکثريت پرته له دې، چې پایلې يې وسنجوي، د بهرنيو ځواکونو وتل غواړي، خو هغه څوک، چې حالات له نږدې څارې، پوهيږي، چې افغان حکومت د بهرنيو ځواکونو له وتلو پرته د طالبانو پر وړاندې په اسانه مقاومت نه شي کولی.

د کابل حکومت مشر اشرف غني او نورو چارواکو هم په خپلو څرګندونو کې وخت پر وخت ويلي، چې د بهرنيو ځواکونو له شتون پرته دوی شپږ مياشتې هم مقاومت نه شي کولی.

د پوهنتون استاد او د سياسي چارو کارپوه ذاکر جلالي له نن ټکی اسيا سره په خبرو کې وويل: «ټول افغانان د بهرنيو ځواکونو وتل غواړي، خو دا وتل بايد بامسؤوليته او د يوه سالم ميکانيزم په رڼا کې وي.»

د پوهنتون استاد او د سياسي چارو کارپوه ذاکر جلالي

 

ښاغلي جلالي زياته کړې، که د سولې له بريا او د ښکېلو اړخونو له جوړجاړي مخکې امريکايي عسکر ووځي، دا به ناوړه پایلې ولري او ښه خبره دا ده، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون پر بنسټ بین الافغاني مذاکرات پایلې ته ورسيږي او د جګړو د پېښېدو ټول لاملونه له منځه ولاړ شي.

يو شمېر نور کارپوهان هم په دې اند دي، چې امريکا په لوی لاس په شمال کې ملېشه سازۍ ته زمينه برابروي او که د امريکا او طالبانو په شمول سياسي ګوندونه او فعال جهتونه په دې اړه خپل مسؤوليت ادا نه کړي، نو کېدای شي، د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته په هېواد کې يو ځل بيا د نويمو کلونو په څېر جګړې او ګډوډۍ رامنځته شي.
دا بحثونو او اندېښنې په داسې حال کې رامنځته شوي، چې د کابل حکومت عسکرو هم چاپو، عملياتو او بمباريو ته زور ورکړی، چې ډېری قربانيان يې ولسي وګړي دي او طالبانو هم د کندهار او هلمند سربېره په ځينو جنوبي ولايتو او د شمال کندوز کې پرمختګونه کړي دي.

د کندوز والي عبدالستار ميرزکوال ويلي، ولس پر حکومت بې باوره دی او د حکومتي عسکرو په مقابل کې له طالبانو سره ولاړ دی.

ميرزکوال منلې، چې دی د امنيت په راوستلو کې پاتې راغلی او وايي، چې طالبان د کندوز ښار ته رارسېدلي دي.
په ولايتونو کې د جګړو او مرګ ژوبلې د زياتېدو سربېره په پلازمېنې کابل او نورو سترو ښارونو کې هم ناامني او هدفي وژنې زياتې شوي دي، چې هېڅوک يې مسؤوليت پر غاړه نه اخلي. څو ورځې مخکې د کابل ښار په زړه «تيمني» کې دوه ښځينه قاضیانې په رڼا ورځ له خپل موټر چلوونکي سره ووژل شوې او بریدګر په تېښته بريالي شول، په داسې حال کې، چې ټوله سيمه په امنيتي کامرو پوښل شوې ده. تېره اونۍ د جمعيت اصلاح د مرکزي شورا رئیس دوکتور محمد عاطف هم په يوه بمي چاودنه کې ووژل شو. همدارنګه د خبريالانو، کارپوهانو، او مدني فعالانو هدفي وژنې هم زياتې شوي او هېڅوک يې مسؤوليت پر غاړه نه اخلي.

د کابل سربېره د نورو ولايتونو په مرکزونو کې هم امنيتي پېښې ډېرې شوي دي. څو ورځې وړاندې د لوګر ولايت په مرکز پل علَم کې د استخباراتو دوه کارمندان ووژل شول، تر هغه وروسته د هلمند ولايت د واشېر ولسوال حاجي عبدالظاهر د هلمند په مرکز لښکرګاه کې په رڼا ورځ ترور شو او نږدې هره ورځ د هېواد په ګڼو سيمو کې دا ډول پېښې رامنځته کيږي.

حکومت د دې وژنو پړه پر طالبانو اچوي، خو طالبانو بار بار دا تورونه رد کړي او وايي، چې د دوی موخه يوازې پوځي او استخباراتي مسؤولين دي او د ملکي خلکو وژل له دوی پورې اړه نه لري، بلکې دوی يې غندي.
حکومت پر طالبانو د جګړې شدت زیاتولو تورونه پورې کوي، خو طالبان دا تورونه ردوي او وايي، چې له څو ولايتونو پرته دوی عمليات نه کوي او يوازې په دفاعي حالت کې دي.

خو بل پلو حکومت د جګړې لپاره د بشپړ تياري غږ کړی او يو ځل بيا يې شپنيزې چاپې او بمبارۍ زياتې کړي دي.
د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب په تېرو لنډو ورځو کې ننګرهار، جنوبي ولايتونو او شمال ته سفرونه کړي او طالبانو ته يې د ګواښ په ژبه ويلي، که له حکومت سره سوله ونه کړي، نو و به ځپل شي.

د طالبانو سرچېنې بيا وايي، دوی له امريکا وروسته له ټولو مطرحو افغان جهتونو سره د مخامخ اړيکو او خبرو له لارې د ټولو ستونزو د حل کولو او ټولشموله حکومت د رامنځته کېدو هڅې کوي او له همدې امله د ټولو سترګې د دوحې بین الافغاني خبرو د پایلو پر لور دي، که له هغه ځایه د بشپړې هوکړې او راتلونکي نظام په اړه سمه او د خیر پرېکړه وشي، ښايي د جګړو او خپلمنځي وژنو مخنیوی وشي، خو که د دوحې بین الافغاني خبرې بريالۍ نه شي او د امريکا په شمول ټول بهرنيان د مسؤوليت له ادا کولو پرته ووځي، دا شونتیا شته، چې هېواد کې به يو ځل بيا د خپلمنځي جګړو لړۍ پيل شي او د شمال ټلوالې پخواني رهبري مشر يونس قانوني په شمول ځينو پخوانيو ټوپکيانو هم د دې خبرې وړاندوينه او ګوتڅنډنه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

كورنيو جګړو ته ستنېدل به د روانو حالاتو په نسبت شاتګ نه بلکه یو د پام وړ پرمختګ وي.

طوطی

غوربندیه: حوصله می خلاصه وه. ته غواړی چی بیا خلک مهاجرت ملا وتړی او ښارونه وران شی، هغه څه چی پنجابیان یی غواړی؟ بهتره به دا وی چی د دوحی د خبرو په اساس یو جوړ جاړی وشی و هر څه په امن سره تر سره شی.

غوربندی

طوطی خان لالا

زما مطلب دا نه دی چې کورنۍ جګړې خوښوم،، مطلب مې دا دی چې اوسنی حال او شرایط تر کورنیو جګړو ډېر فلاکتبار دي.

لږ مثبت اوسه او په خبره ځان پوهوه!

عبدالروف

د کورنی جګړي خبری تشې خبری دې. داسی ځواک په افغانستان کې نه شته چې کورني جګړی ته زړه ښه کړې. دوي پوهیږې چې د امارت اسلامې سره مقابله او جګړه امکان نلرې او که زړه ورته ښه کړې ٗ نتیجه ئې ماته او تیښته ده . اسلامې امارت له مخی دا تیاری ئې خامخا نیولی ٗ چې په داسی حالاتو کې اوضاع قابو او هیڅ چا ته اجازه ور نکړی تر څو د جنګ اور ته لمن ووهې.

ملا جانان

هر څوک به خپله خپله بابو لاله ږغوي خو حقیقت د لمر په څیر واضح دی. طالبان د تیر په پرتله نن ډېر منظم او پیاوړي دي. پرته د احسایې ویلای سو چي په هره سیمه کي طالبان د داوطلبو فعاله شبکې لري او ممکنه ګواښونه او دښمنان یې هم په نښه کي دي. د غني ټل ته اوس امریکایانو ښه زمینه برابره کړې ده چي مخکي له دې چي طالبانو ته میدان چغالي سي، دوئ خپلي هغه ډیري حیاتي ګټي په طالبانو تضمین کړي. خو دوئ دا وخت په ناز و نخرو تیروي. هغه پښتو متل دی: چرچرۍ لاپرواه… نور لوستل »

عبدالواحد

که موږودی ته په غورفکروکړوچه دافغانستان دټرانسپورټ شکایات ولی په BBCاودآزادۍ راډیوپه خبروکی نه خپروی دامعنی لری چه امریکااوناټودافغانستان ددوی دغلام حکومت له جنایتوځانونه ناخبره ښیی اوطالبان ددی ظالم حکومت دلاس نوی څخه منع کول غواړی مقصد داجنایتونه خپله امریکااوناټودخپل غلام حکومت په واسطه کوی چه ملت وبیروی اوددوی دخواهشاتومطابق افغانستان ددوی ترتسلط لاندی پاته سی دوی ندی خبرچه قرآنکری مسلمانان وجهادته اړګړی دی ترڅوچه په دوی کی ایمان وی کفارپرخپل ملک تسلط ته نه پریږدی – اوس زماټولی نظریی ثابتی سوی چه خبروته ضرورت نسته جهادته دوام ورکۍ که ددوحی خبری نه وای شروع سوی اوس به وختی افغانستان… نور لوستل »

ملا جانان

اڅکزی صاحب، تر ژوند مه تیریږه. د ځان حفاظت فرض دی. فقط دغومره خدمت دین او ملت ته وکړه چي دا لوړي خبري د ګوډ پیدا او معلم احمد عیسی خان په شورا کي د خپل قام د ټولو مخورو مشرانو په مخ کي وکړه. اسلام او افغانانو ته به دي ډیر ستر خیر ورسیږي.

مجاهد

افغانستان په نوی سلنه کی امنیت او شرعیت پلی وو امریکایانو د سپټمبر د فاجعی په جوړولو او کارولو زمونږ په ګران هیواد یرغل وکړو، د طالبانو رژیم یی د ۵۰ هیوادو سره په ګډه ونړاوو او هماغهکړ جنګ سالاران یی چارواکی کړل چه خپلمنځی جنګو سبب شوی او هیواد یی په کنډواله اړولی وو طالبانو پسی واخستل او د پنجشیر والی کی یی محاصرواه کړی وو چه د حساب کتاب د پاره به یی ژوندی ونیسی او غلا شوی شتمنی به تری ملت ته واپس کړی. امریکا دغه خبره حس کړه چه دا غلامان یی لکه شکاری سپی دی… نور لوستل »

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x